د جينوا له ژمنو وروسته په افغانستان کې دخصوصي سکټور دونډې ارزونې غونډه په لاره واچول شوه

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۵:۴۱
د جينوا له ژمنو وروسته په افغانستان کې دخصوصي سکټور  دونډې ارزونې غونډه په لاره واچول شوه

۵ليندۍ ۱۳۹۹
د جينوا کنفرانس له ژمنو وروسته په افغانستان کې دخصوصي سکټور د ونډې د ارزونې په موخه دافغان-امريکايي سوداګرۍ خونه "AACC" او دافغانستان دسوداګرۍ او پانکونې خونې "ACCI" له خوا دکرنې، اوبولکولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست وزير داکتر انوارالحق احدي په ګډون او وينا په انلاين بڼه په لاره واچول شوه.
 په دې غونډه کې دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرايي رييس سيد زمان هاشمي، د افغان-امريکايي دسوداګرۍ خونې رييس جفري ګريکو او دنورو اړوندو بنسټونو استازو ګډون درلود.
 دخصوصي سکټور له لارې د سوداګرۍ، پانگونې او د افغانستان پر ودې خبرې اترې، دافغانستان خصوصي برخې لپاره دګډې پانکونې فرصتونه اودغه راز په يادو برخو کې پوښتنې او ځوابونه ددې غونډې بېلابېلې برخې وې.
دغه غونډه دجينوا کنفرانس "سوله، سوکالي او دافغانستان ځان بسياينه" له بشپړېدو وروسته په لاره اچول شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت