د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په کابل کې د پیازو ۹۷ زېرمتونونه جوړ کړي دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۷:۱۳
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په کابل کې د پیازو ۹۷ زېرمتونونه جوړ کړي دي

۲۷ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه، د کابل په ولایت کې د پیازو ۹۷ زېرمتونونه جوړ کړي دي.
د پیازو دغه زېرمتونونه د کابل ولایت د ده سبز، خاک جبار، بګرامي او موسهي ولسوالیو او د کابل ښار په ځینو سیمو کې جوړ شوي دي. ددغو زېرمتونونو د جوړولو چارې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پیل او د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې په مدیریت کابو میاشت مخکې بشپړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغه زېرمتونونه د بزګرانو په ۲۰ سلنې ونډې سره د ۴۷میلیونه او ۷۵۶زره او ۷۸۶ افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
دغه زېرمتونونه هر یوه یې ۱۲ مټریک ټنه وړتیا لري او د کابل بزګران کولای شي، چې د کال یوزر او ۱۶۴ مټریک ټنه پیاز په کې زېرمه کړي.
تېرکال د کابل په یوزر او ۶۳ هکټاره ځمکه کې پیاز کرل شوې وه او د تولید کچه یې ۲۱ زره او ۲۶۰ مټریک ټنه وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت