بابربڼ کې اقليمي بدلونونو سره د مبارزې اوونۍ ولمانځل شوه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۹:۹
بابربڼ کې اقليمي بدلونونو سره د مبارزې اوونۍ ولمانځل شوه

۴ لړم ۱۳۹۹
د حکومتي چارواکو، استادانو او زده کړيالانو په ګډون د بابرشاه په بڼ کې اقليمي بدلونونو سره د مبارزې اوونۍ ولمانځل شوه.
په دې لمانځغونډه کې، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري، د چاپېريال ساتنې د لوی رياست مسلکي مرستيال عزت الله صديقي، د لوړو زده کړو وزارت مرستيال عبدالتواب بالاکرزی، پېښوته درسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستيال مطيعالله صافی، استادان او زده کړيالان ګډون درلود او خبرې وکړې.
حشمت الله غفوري ددې اوونۍپه هکله په خپلو خبرو کې وويل، چې اقليمي بدلونونه په ټولو برخو اغېزه کوي او پراخه برخه تر چتر لاندې راولي. ښاغلی غفوري زياته کړه: "د اقليمي بلونونو يو لوی لامل، د ځمکې تودوخه ده او دې ته نه پاملرنه د اوبو د کمۍ لامل، د هوا ککړتيا، د سېلابونو راوتل، د حيواناتو مړينه، د مثمرور ونو د حاصلاتو کمېدل، دبېوزلۍ زياتوالی، اقتصادي رکود، دنباتي او حيواني ناروغيو زياتېدل، د خاورې فرسايش، نامنظم بارانونه او د انسانانو او حيواناتو کډوالي ده."
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو د مرستيال په باور خلک او حکومت د اقليمي بدلونونو د کچې په ټيټولو کې مسووليت لري.
ښاغلی غفوري وويل: "د اقليم په ساتنه کي، فرد، کورنۍ، ټولنه او حکومت ټول مسووليت لرو، ترڅو روغ او پاک چاپېريال ولرو، دې ته د نه پاملرنې په صورت ټول سکټورونه زيانمنيږي. د کرنې وزارت په دې برخه کې يولړ کړنې کړي دي، څېړنې ترسره شوي دي، طرحې او اسټراټيژۍ جوړ شوي دي، کارپوهان روزل شوي دي، په بهرنيو کنفرانسونو کې مو ګډون کړئ او ترې دفاع کيږي، ددښتو د پراختيا مخه مو نيولئ، دنباتاتو د پېژندنې په برخه کې کار شوی، اړتياده چې په دې برخه کې په ګډه کار وکړو او دې برخې ته د کار او پاملرنې په صورت کې ميليونونه ډالر د افغانستان په برخه کيږي."
بلخوا د چاپېريال ساتنې دلوی رياست مسلکي مرستيال عزت الله صديقي د اقليمي بدلونونو پر عواملو خبرې وکړې او وويل: " په نړۍ کې د بشر يوه لويه ننګونه اقليمي بدلونونه دي، هيله من یو چې يوه ورځ پاک چاپېريال ولرو، په راتلونکې کې اقليمي بدلونونه زياتيږي، اړتيا ده چې ټول ورته پام وکړو، له خلکو غواړم چې په حکومتي بنسټونو بسنه ونکړي او په خپله د خپل چاپېريال د خونديتوب لپاره فعاليت وکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت مرستيال عبدالتواب بالاکرزی له نورو مسوولو بنسټونو سره ددې ادارې د همکارۍ اعلان وکړ او د اکاډميکو بنسټونو او زده کړيالانو پر ونډه خبرې وکړې. هغه وويل: "په دې برخه کې يوشمېر کارونه شوي دي خو اړتياده، چې په دې برخه کې لاډېرکار وشي. د پوهې او څېړنې توليد يو له اساسي موضوعاتو دي، چې په دې برخه کې کولای شي له موږ سره مرسته وکړي. بايد خپلې چارې د خپلو څېړنو پر بنسټ ترسره کړو له دې پرته زموږ کارونه پايله نه لري. اړ تياده، چې د اکاډميکو بنسټونو له استادانو او زده کړيالانو نظر وغوښتل شي، په عملي کارونو کې هم بايد زده کړيالانو ته د ګډون زمينه برابره شي، اقليمي بدلونونه ټول سکټورونه ګواښي. دې ته چمتويو چې، په دې برخه کې د کرنې وزارت او چاپېريال ساتنې ادارې سره همکاري وکړو.
 په دې غونډه کې د ځمکې پېژندنې استادان، زده کړيالان، د کرنې او چاپېريال ساتنې کارپوهانو خپل نظرونه، وړانديزونه، تجربې او پوښتنې وړاندې کړل.
ددې غونډې په څنډه کې، اقليمي بدلونونو سره د مبارزې او چاپېريال ساتنې په هکله په لاس ليکل شوي پيغامونه نندارې ته وړاندې شول. دغه برنامه ديوې ورځې لپاره په لاره اچول شوې وه، چې په کې څه باندې ۱۰۰ کسان ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې د طبیعي کبانو نیونې په تور ۱۳ تنه نیول شوي

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
وروسته له هغې چې هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل ختمېدو د مخنیوي په پار په دې ولایت کې د طبیعي کبانو پر ښکار بندیز ولګېد، د دې ولایت کرنې،. . .

بازگشت