سږکال څه باندې ۱۴ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو وېشل کیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۷:۹
امسال بیش از چهارده‌هزار تُن تخم اصلاح‌شده به دهقانان توزیع می‌شود
 
۲۹ وږی ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، نن دخپل کار په دفتر کې د بذري تخمونو د شرکتونو د ملي ټولنې له چارواکو سره وکتل او وویل ټاکل شوې، چې د دغو شرکتونو له لارې د روان کال د مني موسم د کرکېلي پر وخت پر بزګرانو د وېش په پار څه باندې ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه چمتو شي.
د کرنې وزارت چارسمبال زیاته کړه، سږکال باید د مني موسم د کرکېلي د موسم تر رارسېدو مخکي اصلاح شوي تخمونه د بزګرانو په واک کې ورکړل شي، ترڅو راتلونکی کال د محصولاتو زیاتوالی ته زمینه برابره شي. د کرنې وزارت نوماند وزیر وویل: «د اصلاح شويو تخمونو شرکتونه درې میاشتې فرصت دلود، ترڅو تدارکاتي چارې بشپړ کړي، خو له بده مرغه تر دې دمه دغه لړۍ ډېر ورو پرمخ تللی دی. سږکال موږ د کرکېلي تر وخت مخکې په مناسبه بیه باکیفیته اصلاح شوي تخم غواړو.»
ټاکل شوې، چې د نړیوال بانک د مرستو له لارې د کرنې د ودې او د خوړوخوندیتوب بېړنۍ پرژې له خوا څه باندې ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه و پېرل شي او پر بزګرانو ووېشل شي.
په همدې حال کې، د بذري تخمونو د شرکتونو د ملي ټولنې مشر سیدعبدالقادر سادات، یاد سکټور ته د ځانکړې پاملرنې په پار له انوارالحق احدي څخه مننه او د کرنې وزارت سره یې د لازیاتو همکاریو ژمنه وکړه. ښاغلی سادات وویل، ددې لپاره چې دکرنې وزارت سرپرست د خپل کار د پیل په لومړنیو ورځو کې اصلاح شویو تخمونو ته پاملرنه وکړه، دا د تولید زیاتوالي لپاره زمینه برابروي او ښه راتلونکی لري.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت