بامیان کې پر زرو کورنیو د لبنیاتو د پروسس کڅوړې او پر ۵۰۰ کورنیو د چرګانو روزنې کڅوړې ووېشل شول

mail-admin
بامیان کې پر زرو کورنیو د لبنیاتو د پروسس کڅوړې او پر ۵۰۰ کورنیو د چرګانو روزنې کڅوړې ووېشل شول

۱۷ وږی ۱۳۹۹

د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو خوندیتوب او د کورنیو معیشت، د پروژې له لارې ددې ولایت پر زرو کورنیو د لبنیاتو د پروسس کڅوړې او پر ۵۰۰ نور کورنیو د چرګانو روزنې اړونده توکي وېشي. ددغو کڅوړو د وېش لړۍ د بامیان والي سیدانور رحمتي په شتون کې د بامیانو ولایت په مرکز کې پیل شو، چې وروسته به بیا د برنامې ترچتر لاندې ولسوالیو ته هم وغځیږي.

د لبنیاتو د پروسس په کڅوړه کې هر یوه کورنۍ لپاره المونیمي لوښې، د شېدې پروسس کوونکی، المونیمي شیردان، د شېدې صافوونکی (جالی)، د کوروتو وچوونکی چوکاټ، پلاستیکي جک او موزې شامل دي. دغه راز د چرګانو روزنې د اړونده توکو په کڅوړو کې هر یوه کورنۍ ته د چرګانو ۳۵۰ کیلو ګرامه دانه، چرګانو لپاره د اوبو خوړولو دوه لوښې، د چرګانو د دانې خوړولو دوه لوښې، څلور متره جالۍ او انټي‌بیوټیک کڅوړې شامل دي.