بلخ کې څه باندې درې زره مېرمنې کرکېله کوي

mail-admin
بلخ کې څه باندې درې زره مېرمنې کرکېله کوي

د کرنې وزارت، خپل د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د بلخ ولایت په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې څه باندې درې زره مېرمنو ته په کروندو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

دغه مېرمنې په هغو کورنیو باغچو کې کار کوي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا ورته جوړې شوي دي. دغه راز دکرنې وزارت دغو مېرمنو ته د بېلابېلو سبو د کرکېلي، پالنې او حاصل ټولولو لارې چارې ښودلي دي.

دغه مېرمنې چې تر دې وړاندې د کاري فرصتونو له نه شتونه کړېدل اوس د خپلو کورنیو د نارینوو ترڅنګ د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي او دخپلو کورنیو د اقتصادي ودې په پار هلې ځلې کوي.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو ۱۶ ډوله تخمونه وېشلي دي. دغه راز ددغو مېرمنو له ډلې یوشمېر هغو ته یې په بېلابېلو سایزونو ګلخونې او د سبو او مېوو د پروسس مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د بلخ ولایت یوشمېر کروندګرې مېرمنې ددې ولایت نورو ولسوالیو کې هم مېرمنو لپاره د کرنې وزارت د لا ډېرو مرستو غوښتونکې دي.

دوی وایي، یوه لاره چې تر دې دمه مېرمنې توانېدلي دي، چې د خپلو کورنیو د نارینه و ترڅنګ په خپل ژوند کې مثبت بدلون ایجاد کړي په کرونده او د کورنیو باغچو په برخه کې کار کول دي.

د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه «NHLP» تر دې وړاندې په نورو ولایتونو کې زرګونو نورو مېرمنو ته هم ورته چوپړونه وړاندې کړي دي، چې ښې لاسته راوړنې هم لري