د دایکندي له والي، د خلکو استازو او مدني فعالانو سره د کرنې وزارت د سرپرست لیدنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۸:۳۲
دیدار سرپرست وزارت زراعت با والی، نماینده‌گان مردم و فعالان مدنی دایکندی
د دایکندي له والي، د خلکو استازو او مدني فعالانو سره د کرنې وزارت د سرپرست لیدنه:
د وزارت له کړنو ستاینه او د خلکو نورې غوښتنې وړاندې شوې
۷ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د خپل کار په دفتر کې د دایکندي له والي احمد ضیاء همدرد، په ولسي جرګه او ولایتي شوراکې ددغه ولایت استازو او ددې ولایت له یوشمېر مدني فعالانو سره وکتل. په دې لیدنه کې دوی د کرنې وزارت کړنې وستیلې.
په دې لیدنه کې، د دایکندي والي احمد ضیاء همدرد په دایکندي کې د کرنې وزارت له اغېزناکو او ښو کړنو مننه وکړه. په دې لیدنه کې، دغه راز په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د دایکندي د خلکو یوشمېر استازو او ددې ولایت یوشمېر مدني فعالانو هم په دې ولایت کې د کرنې وزارت د پروژو د پلي کېدو ستاینه او ممنه وکړه او وویل، چې ددې ولایت د کرنې سکټور ته لازمه پاملرنه شوې او د بزګرانو ستونزې په پام کې نیول شوي دي. دوی هیله څرګنده کړه، چې په دې ولایت کې د کرنیزو فعالیتونو په برخه کې دې هڅې کړندۍ شي.
په دې غونډه کې د دایکندي والي احمد ضیاء همدرد په څو برخو کې ددې ولایت وړاندیزونه د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ته وړاندې کړل.
د دایکندي والي غوښتنه وکړه، چې د بادامو د ښه پروسس په پار باید په دایکندي کې د بادامو د پروسس یو مرکز جوړ شي، ددې ترڅنګ د یوې سړې خونې جوړول او د اوبولګولو د پروژو پلي کېدل د دایکندي د والي نورې غوښتنې وې.
ښاغلي همدرد دغه راز وویل، چې ددې ولایت د مالدارۍ د ودې په پار دې باید په دې ولایت کې د چرګانو روزنې فارمونه جوړ شي او دغه راز د دایکندي په هغو سیمو کې، چې مناسب اقلیم لري، د کب روزنې پر فارمونو هم باید کار ووشي.
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، ددوی غوښتنې به د روان او راتلونکې کال په بهیر کې به په پام کې ونیول شي او دغه راز بودیجې او امکاناتو ته په کتو به په نورو برخو کې هم کار ووشي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت