د پروان د بادرنګو حاصلات ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۰:۵۵
د پروان د بادرنګو حاصلات ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي
۴ چنګاښ ۱۳۹۹
د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وړاندوینې ښیي، چې سږ کال ددې ولایت د بادرنګو حاصلات په ۱۶ سلنې لوړوالي سره دوه زره او ۵۵۷ مټریک ټنو ته رسیږي.
د پروان د کرنې ریاست مشر عبدالوهاب خیرزاد وايي: «سږکال د بادرنګو د کرکېلي د سیمو زیاتوالي، بزګرانو ته فني او مسلکي لارښوونې، د نباتي افتونو او ناروغیو کنټرول او د اقلیمي شرایطو ښه والي ددې لامل شوي، چې ددې ولایت د بادرنګو حاصلات زیات شي.»
ښاغلی خیرزاد زیاته کړه، چې سږ کال ددې ولایت په ۸۲۵ هکټاره ځمکه بادرنګ کرل شوې، چې له دغو کروندو څخه به نږدې دوه زره او ۵۵۷ مټریک ټنه بادرنګ تر لاسه شي. د هغه په خبره، تېر کال ددې ولایت په ۷۶۵ هکټاره ځمکه بادرنګ کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه دوه زره او ۱۳۰ مټریک ټنه حاصل تر لاسه شوې وه.
عبدالوهاب خیرزاد وایي، چې د بادرنګو د کرکېلي د سیمې پرتله ښیي، چې سږکال د پروان ولات د بادرنګو کچه ۱۶ سلنه زیاتوالی لري.
په همدې حال کې د پروان ولایت د مرکز اړوند د «دادو» کلی اوسیدونکی نورالدین وایي، چې د بارنګو سږني حاصلات ښه او د پام وړ دي. هغه چې په ۴۰۰ متر مربع شنه خونه کې بادرنګ کرلي وایي: «د بادرنګو سږني حاصلات ښه او د پام وړ زیاته شوې ده. د وري له ۱۶ ام څخه تر دې دمه بادرنګ ټولوو او ۷ کیلو بادرنګ په ۱۷۰ افغانیو خرڅوو.»
د پروان ولایت بادرنګ ځانګړي نوم لري او د چاریکار د بادرنګو په نوم مشهور دي. د چاریکار بادرنګ ځانکړی خوند او عطر لري، چې د کابل او په سیمه ییزو مارکېټونو کې ورته تقاضا ډېره ده او ډېره برخه یې د کابل-شمالي پر لویه لار د مسافرو له خوا پېرل کیږي.
د پروان د مرکز اړوند د «تیلانجي» کلي اوسیدونکی سید امیر چې په خپل یوه جریبه ځمکه کې بادرنګ کرلی وایي: «د چاریکار بادرنګ ځانګړی شهرت لري، په داسې حال کې، چې فارمي بادرنګ په کیلو خرڅیږي، موږ یوه دانه بادرنګ په درې افغانۍ خرڅوو، د نورو بادرنګو په پرتله زموږ بادرنګو پېرلو ته د خلکو لېوالتیا زیاته ده.»
د سبو د کرکېلي او تولید په هکله بزګرانو ته سلا مشورې ورکول، نباتي افتونو او ناروغیو سره د مبارزې لارې چارې ښودل، د کرنې وزارت اړوند د بېلابېلو پروژو له خوا د شنوخونو جوړول هغه اساسي کړنې دي، چې د پروان د کرنې ریاست هر کال په دې ولایت کې د بادرنګو او نورو سبو د تولیداتو د زیاتوالي په موخه پلي کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت