د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
فرصت ویژه برای تولیدکنندگان و متشبثان سکتور زراعت و مالداری کشور

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړئ.
دغه نندارتون د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې جوړېږي، چې د محصولاتو د ورپېژندنې، د سوداګریزو همکاریو د رامنځته کولو او له سوداګرو او صادرونکو سره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیکولو لپاره یو غوره فرصت دی.
د غرفې د ثبتولو لپاره د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم تر ۱۲مې نېټې پورې د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو آمریت ته مراجعه وکړئ.
نو دا فرصت له لاسه مه ورکوئ!
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزانی نندارتون کې د غرفې په اخیستلو سره خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړئ او په دې توګه د هېواد د بزګرانو د اقتصادي ودې او پیاوړتیا په برخه کې خپله ونډه ادا کړئ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت