کابل کې ۱۰۰ مالدارانو ته د پسونو د چاغښت لپاره ۷.۵ ټنه تصدیق شوي خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۳۵
در کابل، برای ۱۰۰ مالدار ۷.۵ تُن خوراک تأییدشده برای پرواربندی گوسفند توزیع شد

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د مالدارۍ د ودې، د غوښې د تولید د زیاتوالي او د مالدارانو د عایداتو لوړولو په موخه، د افغانستان لپاره د هالند کمېټې (DCA) په تخنیکي همکارۍ او د کرنې پراختیا نړۍوال صندوق (IFAD) په مالي ملاتړ د CRISF پروژې له لارې د کابل ولایت په ده‌سبز او قره‌باغ ولسوالیو کې د پسونو د چاغښت له فعالیتونو سره د بوختو ۱۰۰ مالدارانو ته باکیفیته او تصدیق شوي خوراکي توکي ووېشل شول.
د معلوماتو له مخې، په دې بهیر کې د ده‌سبز ولسوالی ۵۰ تنه او د قره‌باغ ولسوالی ۵۰ تنه هغه مالداران شامل وو، چې د پسونو د چاغښت په برخه کې فعالیت کوي. هر مالدار ته ۷۵ کیلوګرامه تصدیق شوی د چاغښت خوراک ووېشل شو چې په ټولیز ډول ۷۵۰۰ کیلوګرامه یا ۷.۵ ټنه خوراک کېږي.
د یادې مرستې موخه د مالدارانو په منځ کې د پسونو د چاغښت د مسلکي او معیاري فعالیت دودول، د مالدارۍ په برخه کې د کاري فرصتونو رامنځته کول، د غوښې د تولید کچې لوړول او د مالدارانو د اقتصادي ودې او عوایدو زیاتوالی بلل شوی دی.
د مسؤلینو په وینا، د باکیفیته خوراک برابرول د پسونو د چاغښت په بهیر کې د تولید د ښه والي او د غوښې د کیفیت او کمیت د لوړولو لپاره مهم رول لري. تمه ده، چې د دې ډول مرستو او روزنیزو او تخنیکي همکاریو له دوام سره، د مالدارانو اقتصادي وضعیت لا ښه او د مالدارۍ په برخه کې د تولید کچه لوړه شي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت