ننګرهار ولایت کې ١٨٠٠ کورنیو ته د کورنیو باغچو لپاره دسبو اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۲۰
ننګرهار ولایت کې ١٨٠٠ کورنیو ته د کورنیو باغچو لپاره دسبو اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي لګښت په جالا آباد ښار، کامه، بټي کوټ او سره رود ولسوالیو کې ١٨٠٠  بي وزله کورنیو ته د کورنیو باغچو لپاره  کرنیز وسایل، د سبو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي او عضوي سرو د وېش لړۍ د کامي ولسوالی څخه پیل شو.
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې هرې کورنۍ ته دپیازو ٢٠٠ ګرامه، بانجان٦٠ګرامه، بادرنګ ٥٠ ګرامه اوټینډۍ ١٠٠ ګرامه اصلاح شوي تخمونه او په سرو کې١٥٠ کیلو ګرامه عضوي سره، ٢٥ کیلو ګرامه توره او ٢٥ کیلو ګرامه سينه یا یوریاسرې ورکول کېږي او همدارنګه په وسایلو کې بېلچه، پنجي او کوداله د لاستو سره ورکول کېږي. ښاغلي محمد وویل د یادو بستو د وېش موخه د بېوزله کورنیو لاسنیوي او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې یادو کورنیو ته د سبو کرلو، نرمکارۍ، ناروغیو مخنیوي، حاصل ټولولو او نورو بېلابېلو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.


توزیع تخم‌های اصلاح‌شده سبزیجات و وسایل زراعتی برای ۱۸۰۰ خانواده در ننگرهار
۱۶ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
در ولایت ننگرهار، برای یک‌هزار و ۸۰۰ خانواده بی‌بضاعت، تخم‌های اصلاح‌شده سبزیجات و وسایل زراعتی به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی توزیع شد.
این روند با تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، همکاری تخنیکی مؤسسه «اکشن اید» و تمویل مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، از ولسوالی کامه آغاز شده و در شهر جلال‌آباد و ولسوالی‌های کامه، بهسود، بتی‌کوت و سرخ‌رود نیز تطبیق می‌شود.
مولوی عبدالستار محمد، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، گفت که برای هر خانواده ۲۰۰ گرام تخم پیاز، ۶۰ گرام تخم بادنجان، ۵۰ گرام تخم بادرنگ و ۱۰۰ گرام تخم خربزه توزیع می‌شود.
به گفته وی، در بخش کود نیز برای هر خانواده ۱۵۰ کیلوگرام کود عضوی، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه و ۲۵ کیلوگرام کود یوریا در نظر گرفته شده است. همچنان، بیلچه، پنجه، کوداله و دسته‌های آن نیز به‌عنوان وسایل زراعتی به خانواده‌ها توزیع می‌شود.
رییس زراعت ننگرهار هدف از توزیع این بسته‌ها را حمایت از خانواده‌های بی‌بضاعت و تأمین امنیت غذایی عنوان کرد.
وی افزود که به خانواده‌های مستفیدشونده، در زمینه کشت سبزیجات، نرم‌کاری، جلوگیری از بیماری‌های نباتی، جمع‌آوری محصولات و سایر بخش‌های مرتبط نیز آموزش‌های لازم ارائه شده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت