د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د لوی رییس او په افغانستان کې د «سي‌اراس» مسؤول ترمنځ لیدنه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۹:۴۸
دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسؤول پروژه CRS در افغانستان

۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې د پروژې د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه د دغه وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس الحاج مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د نادولتي مؤسسو د تخنیکي کمېټې غړو او د «سي‌اراس» مؤسسې تخنیکي همکارانو هم ګډون کړی و.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د کرنې له سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د «سي‌اراس» مؤسسې له فعالیتونو او هڅو څخه مننه وکړه او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤول د تفاهم‌لیکونو د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه مؤسسه به د ۲۰۲۶ تر ۲۰۲۸ میلادي کلونو پورې د کرنې وزارت په همغږۍ او د دغه وزارت له لومړیتوبونو سره سم، په کندهار، هرات او بامیان ولایتونو کې د رفاهي پروژو د پلي کولو لپاره ۱.۶۵ میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس هم ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د اسلامي امارت د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې، د کرنې سکتور د پراختیا په موخه له همکارو مؤسسو سره هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دی.
نوموړي له «سي‌اراس» مؤسسې څخه وغوښتل، چې خپلې پراختیايي چارې لا پراخې کړي او هغه ولایتونه چې تر دې وړاندې یې له پراختیايي پروژو څخه لږه ګټه اخیستې، په خپلو راتلونکو پلانونو کې په پام کې ونیسي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند کرنې ریاست کې ۴۲ استادانو ته درې ورځنی روزنیز پروګرام او د کرنیزو څېړنو عملي چارې ترسره شوې

۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنې او وترنرۍ ۴۲ تنه استادان له رسمي معرفي کېدو وروسته، د نباتاتو اصلاح، اګرانومي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۹:۴۸
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د لوی رییس او په افغانستان کې د «سي‌اراس» مسؤول ترمنځ لیدنه

۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې د پروژې د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه د دغه وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بلخ کرنې ریاست کاري بهیر وڅېړه

۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت