دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رئیس و کارمندان ریاست زراعت بادغیس

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رئیس و کارمندان ریاست زراعت بادغیس

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت بادغیس با رئیس و کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت دیدار کرد.
در این دیدار، پیرامون فعالیت‌ها، وضعیت کاری و امور اداری ریاست زراعت بادغیس، چگونگی جمع آوری عشر و زکات، جمع آوری مقروضیت های وزارت زراعت و بررسی اجاره زمین آنتن های مخابراتی گفت‌وگو صورت گرفت و بر بهبود روند کاری، هماهنگی بیشتر و رسیدگی به نیازمندی‌های بخش‌های مختلف این ریاست تأکید شد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت، ضمن استماع گزارش و پیشنهادهای مسئولان، بر انجام مسئولیت‌های وظیفوی، ارائه خدمات بهتر به دهاقین و تلاش برای توسعه و تقویت فعالیت‌های زراعتی در این ولایت تأکید کرد.
در این دیدار، رئیس و کارمندان ریاست زراعت بادغیس نیز دیدگاه‌ها و مشکلات کاری شان را مطرح کرده و خواهان توجه و همکاری بیشتر وزارت در زمینه‌های مختلف شدند.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بادغیس د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل
٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د بادغیس د کرنې ریاست د فعالیتونو، کاري وضعیت او اداري چارو، د عشر او زکات د راټولولو، د کرنې وزارت د پورونو د راټولولو او د مخابراتي انتنونو د ځمکو د اجارې د ارزونې په اړه خبرې وشوې. همداراز، د کاري بهیر پر لا ښه والي، د لا زیاتې همغږۍ او د دغه ریاست د بېلابېلو برخو اړتیاوو ته پر رسېدنې ټینګار وشو.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مسؤلینو راپورونه او وړاندیزونه واورېدل او د دندو د مسؤلیتونو پر سم ترسره کولو، بزګرانو ته د لا ښو خدمتونو پر وړاندې کولو او په دغه ولایت کې د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره پر هڅو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د بادغیس د کرنې ریاست رییس او کارکوونکو هم خپلې کاري ستونزې او لیدلوري مطرح کړل او په بېلابېلو برخو کې یې د وزارت د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت