کرنې وزارت کې د اداري لیکونو او دفتري مدیریت په اړه روزنیز پروګرام پیل شو
۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو او دفتري مدیریت درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
دغه روزنیز پروګرام به درې ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به ګډونوالو ته د مدیریت او رهبرۍ، اداري اړیکو، له مراجعینو سره د چلند او همغږۍ، د رسمي مکتوبونو د لیکلو اصولو، استعلام، وړاندیز او اداري همغږۍ اړوند موضوعات تدریس شي.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د وړتیا لوړونې آمر نعمتالله ابراهیمي، د استخدام آمر فیاض احمد شیرزاد او د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست سلاکار محمدحنیف احسان ګډون کړی و.
محمدحنیف احسان په خپلو خبرو کې له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه اغېزناکه ګټه پورته کړي او ترلاسه شوې زده کړې د خپلو ورځنیو دندو په ترسره کولو او د اداري خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې عملي کړي.
