دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له لوري د لوبیا د ننداریزو کروندو لپاره انتخاب شوي وو.
 یادو بزګرانو ته په خپل وخت سره دیادو ولسوالیو دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت «مسؤ» کسانو لوبیا دکتار په شکل په منظم او معیاري بڼه وکرله چې دنوموړو بزګرانو په شمول دلنډې سیمې بزګرانو ته د کتاري کښت ګټې، هرزه ګیاوو میخانیکي کنټرول، د سرې استعمال او آبیاري په هلکه لازمې لارښوونې وشوې.
د کتاري کښت ترویج به د بزګرانو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راولي او د شندلې کښت په پرتله به یې کرنیز عمليات هم اسانه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت