ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په مالي ملاتړ، د جلال‌آباد ښار او د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو (ځمکنیو غوښو) د تولید او روزنې لپاره د اړینو وسایلو او موادو د وېش لړۍ پیل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دغه مرسته د جلال‌آباد ښار ترڅنګ په سره رود، بهسود، کامې، بټي کوټ او کوزکونړ ولسوالیو کې مستحقو کورنیو ته وېشل کېږي. د نوموړي په وینا، هرې کورنۍ ته ۱۵ قلمه بېلابېل وسایل او مواد سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړه، په وېشل شویو توکو کې غنم، د غنمو بوس، جپسم پودر، د غنمو سبوس، کاټن رول، پلاستیکي پایپونه، د پایپ پرې کولو وسایل، پلاستیکي کڅوړې، اوسپنیز بیلر، ټوکر، د ګاز ډبې، ګاز، نغري او دیتول شامل دي. همدارنګه ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې هرې کورنۍ ته درې کیلوګرامه د مرخیړیو تخم (سپان) هم ورکړل شي.
د پروژې په چوکاټ کې ګډونوالو ته د مرخیړیو د تولید، پالنې، حاصل اخیستنې، وچولو او بازارموندنې په برخو کې مسلکي او عملي روزنې هم وړاندې شوې دي، څو وکولای شي له دغې چارې څخه دوامداره اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.
د ننګرهار د کرنې رییس وویل، د دې پروګرام اساسي موخه د مرخیړیو د تولید دودول، د کورنیو عایداتو لوړول او په ځانګړي ډول د بېوزلو او زیانمنو کورنیو لپاره په کور دننه د کار او ځان بسیاینې فرصتونه رامنځته کول دي.
مرخیړي د لوړ غذایي ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو له ډلې شمېرل کېږي، چې د تولید لپاره لږ ځای او محدودو امکاناتو ته اړتیا لري. په وروستیو کلونو کې د کرنې سکټور اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د مرخیړیو د تولید د ترویج لپاره هڅې زیاتې کړې دي، ځکه دا فعالیت د کورنیو د عایداتو په لوړولو، د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا او د کوچنیو سوداګریزو فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري. د ننګرهار په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ورته پروګرامونه د کرنیزو بدیلو معیشتونو د پیاوړتیا لپاره پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت