د کندهار دوو ولسوالیو کې د نږدې ۴۰۰ لویو او کوچنیو څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۱۶
د کندهار دوو ولسوالیو کې د نږدې ۴۰۰ لویو او کوچنیو څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د ریګستان او سپین بولدک ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي مسؤلینو د ویښو او بیداره مجاهدینو په ګډه همکاري په یادو ولسوالیو کې د ۳۸۳ لویو او کوچني څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې  په دې شمېر کې ۳۵۰ پسونه په ریګستان ولسوالی فرضي کرښه کې نیول شوي دي، چې غوښتل یې یاد پسونه پاکستان رژیم ته په قاچاقي ډول انتقال کړي او ترڅنګ یې ۳۳ غواوو مخه نیول شوې ده، چې غوښتل یې د پاکستان رژیم څخه کندهار ته په قاچاقي ډول راانتقال کړي.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د دواړو ولسوالیو د قاچاق څارویو د انتقال کولو او راانتقالولو په وړاندې جدي اقدام شوی او د قاچاق مخه یې نیول شوې ده. دغه راز د یاد قاچاق په تړاو يوشمېرکسان هم نیول شوي، چې د نورو څېړنو په موخه به اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونۍ وړ ده، چې په دې وروستیو کې د قاچاقي څارویو د مخنیوی په موخه د کندهار د کرنې ریاست او کندهار آمنیه قوماندانۍ هڅې زیاتي کړي، چې د یادو ګډو هڅو په دوام یې تیره ورځ هم د ۶ غواوو د قاچاق مخه نیولي وه.


در دو ولسوالی ولایت کندهار از قاچاق نزدیک به ۴۰۰ رأس مواشی بزرگ و کوچک جلوگیری شد
۱۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار تحت رهبری این ریاست و با همکاری مسئولان زراعت و مالداری ولسوالی‌های ریگستان و سپین‌بولدک و همچنان مسئولان امنیتی، از قاچاق ۳۸۳ رأس مواشی بزرگ و کوچک در این ولسوالی‌ها جلوگیری کرد.
مسئولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند که در این میان ۳۵۰ رأس گوسفند در خط فرضی ولسوالی ریگستان کشف و ضبط شده است که قاچاقبران قصد داشتند آن‌ها را به‌گونه قاچاقی به پاکستان انتقال دهند. همچنان از انتقال قاچاقی ۳۳ رأس گاو که قرار بود از پاکستان به کندهار انتقال داده شود نیز جلوگیری شده است.
به گفته مسئولان، در برابر انتقال و واردات قاچاقی مواشی در هر دو ولسوالی اقدام جدی صورت گرفته و از این فعالیت‌ها جلوگیری شده است. در پیوند به این قضیه چند تن نیز بازداشت شده‌اند که جهت بررسی‌های بیشتر به ارگان‌های مربوط سپرده خواهند شد.
قابل یادآوری است که در این اواخر برای جلوگیری از قاچاق مواشی، تلاش‌های ریاست زراعت کندهار و قوماندانی امنیه این ولایت افزایش یافته و در ادامه این تلاش‌های مشترک، روز گذشته نیز از قاچاق ۶ رأس گاو جلوگیری شده بود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت