با هماهنگی ریاست زراعت بلخ، به ۱۱۷ زعفران‌کار در ولسوالی چمتال کمک توزیع شد

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۴:۱۸
با هماهنگی ریاست زراعت بلخ، به ۱۱۷ زعفران‌کار در ولسوالی چمتال کمک توزیع شد

۲ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بلخ، به تعداد ۱۱۷ تن از بزگران زعفران‌کار در سطح ولسوالی چمتال کمک کیمیاوی توزیع گردید.
این کمک از سوی موسسه «لاس په لاس» با همکاری مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی چمتال تطبیق شده است که بر اساس آن، برای هر بزگر مقدار ۳۵.۵ کیلوگرام کود «دی‌ای‌پی» توزیع گردیده است. هدف از اجرای این برنامه، افزایش حاصلات زعفران، بهبود حاصل‌خیزی زمین و تقویت وضعیت اقتصادی بزگران عنوان شده است.
مسئولان ریاست زراعت بلخ گفته‌اند که علاوه بر توزیع کمک‌ها، برای بزگران در مورد زمان مناسب کشت زعفران، شیوه درست و معیاری استفاده از کود، طرز آماده‌سازی زمین و همچنان جمع‌آوری و نگهداری حاصلات، آموزش‌های تخنیکی لازم نیز ارائه شده است تا آنان بتوانند از کشت‌زارهای خود حاصل باکیفیت و بیشتر به‌دست آورند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سال‌های اخیر توجه ویژه‌ای به کشت زعفران داشته و در ولایت‌های مختلف کشور با توزیع پیازهای اصلاح‌شده، کود کیمیاوی، ارائه آموزش‌های تخنیکی و ایجاد تسهیلات بازاریابی، تلاش می‌کند تا زعفران به عنوان یک محصول بدیل عایداتی به جای کوکنار و سایر محصولات کم‌منفعت ترویج یابد.

د بلخ د کرنې ریاست په همغږۍ چمتال کې ۱۱۷ زعفران کرونکو بزګرانو سره مرسته وشوه
۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د چمتال ولسوالی په کچه ۱۱۷ زعفران کرونکو بزګرانو سره د کیمیاوي سرې مرسته ترسره شوه.
دغه مرسته د لاس په لاس مؤسسې له لوري، د چمتال ولسوالی د کرنیزو خدماتو مدیریت په همکارۍ عملي شوه، چې له مخې یې هر بزګر ته ۳۵.۵ کیلوګرامه «ډي‌اې‌پي» سره ووېشل شوه. د یاد پروګرام موخه د زعفرانو د حاصلاتو زیاتوالی، د ځمکې د حاصل‌خېزۍ ښه‌والی او د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا بلل شوې ده.
د بلخ د کرنې ریاست مسؤلینو وویل، چې د مرستو ترڅنګ بزګرانو ته د زعفرانو د کر مناسب وخت، د سرې د سم او معیاري استعمال طریقه، د ځمکې د چمتو کولو لارې چارې او د حاصلاتو د راټولولو او ساتنې په اړه لازمې تخنیکي لارښوونې هم وړاندې شوې، څو بزګران وکولای شي له خپلو کروندو څخه لوړ او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په وروستیو کلونو کې د زعفرانو کښت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. دغه وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بزګرانو ته د اصلاح شوو پیازو وېش، کیمیاوي سرې، تخنیکي روزنې، بازارموندنې اسانتیاوې او نورې هر اړخیزې مرستې برابروي، څو زعفران د کوکنارو او نورو کم‌ګټې حاصلاتو پر ځای د بدیل عایداتي محصول په توګه ترویج شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت