د پچیراګام ولسونو د ځنګلونو ساتنې لپاره د کرنې ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۴
د پچیراګام ولسونو د ځنګلونو ساتنې لپاره د کرنې ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالی ولسونو د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي او د شنو سیمو د خوندیتوب په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره د پیاوړې همکارۍ ژمنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د قدرتي زېرمو آمر قاري کاهون عبدالرحمن اتل د پچیراګام ولسوالی ته د سفر پر مهال د ولسوالی له مسؤلینو او قومي مخورو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو د مخنیوي، د ځنګلونو د بیارغونې او د قدرتي سرچینو د ساتنې پر موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې.
د پچیراګام قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هېچا ته اجازه ور نه کړي چې په غرونو کې شنې ونې پرې کړي او ولسونه به د ځنګلي ټولنو په چوکاټ کې د خپلو سیمو د ځنګلونو ساتنه کوي. دوی همدارنګه د ځنګلونو د بیا رغولو او د نیالګیو د کېنولو په برخه کې د ننګرهار د کرنې ریاست څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار دکرنې ریاست د قدرتي زېرمو آمر قاري کاهون عبدالرحمن اتل ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د ځنګلونو د بیارغونې لپاره یې د کرنې وزارت له رهبرۍ سره یوه جامع طرحه شریکه کړې ده، چې تر تائید وروسته به په ځنګل لرونکو ولسوالیو کې عملي چارې پيل شي.
ښاغلي اتل زیاته کړه، سږ کال هم د پچیراګام ولسوالی په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه لس زره د چهارمغزو بوټي کېنول شوي او یاد پروګرام به په راتلونکو کلونو کې هم دوام ولري، څو قدرتي شتمنۍ خوندي او شنې سیمې لا پراخې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۴
Background image

د پچیراګام ولسونو د ځنګلونو ساتنې لپاره د کرنې ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالی ولسونو د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي او د شنو سیمو د خوندیتوب په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت چاراکو په ننګرهار کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو لیدنه وکړه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور او د یاد وزارت د څارنې او ارزونې رییس مولوي. . .

بازگشت