د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۹
د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او د پوهنې وزارت  ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو
په دغه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست کې جوړه شوې وه د ځمکو د انتقال او وېش رياست د تبادلې آمر او د دغه رياست کفیل مولوي محمد فاروق امرخېل او د پوهنې وزارت د ښونځیو او املاکو د ساتنې رييس مولوي سميع الحق حماس ګډون درلود.
ياده ځمکه د پوهنې وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست له‌خوا ياد وزارت ته د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ کې په 50 جريبه ځمکه باندې د يو باب جهادي مدرسې د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د تبادلې آمر او د دغه رياست کفیل مولوي محمد فاروق امرخېل او د پوهنې وزارت د ښونځیو او املاکو د ساتنې رييس مولوي سميع الحق حماس ترمنځ لاسلیک شو.


انتقال زمین از وزارت زراعت به وزارت معارف
۲۷ دلو۱۴۰۴ هـ.ش 
 ۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری اعلام کردند که بر اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، تفاهم‌نامه انتقال زمین میان وزارت زراعت و وزارت معارف به امضا رسید.
این نشست در ریاست انتقال و توزیع اراضی وزارت زراعت برگزار شد و در آن مولوی محمد فاروق امرخیل، آمر تبادله و کفیل ریاست یادشده و مولوی سمیع‌الحق حماس، رییس حفظ مدارس و املاک وزارت معارف حضور داشتند.
زمین مورد نظر بر اساس پیشنهاد وزارت معارف و فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به این وزارت انتقال یافت تا در مرکز ولایت روزگان، ترینکوت، در مساحتی به اندازه ۵۰ جریب، یک باب مدرسه جهادی ساخته شود.
تفاهم‌نامه انتقال این زمین میان مولوی محمد فاروق امرخیل از سوی وزارت زراعت و مولوی سمیع‌الحق حماس از سوی وزارت معارف به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت