پکتیا: له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۴۳
پکتیا: له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د مرستو په لړ کې، له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو.
یادې مرستې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې مستحقو کورنیو ته ووېشل شوې، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته پنځه  بوجۍ غنم او پنځه زره  افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې، څو وکولای شي د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.
د یاد ریاست مسؤلینو څرګنده کړه، چې دغه مرستې د راستنو شوو کډوالو د اقتصادي ستونزو د کمولو او د بېرته مېشتېدو د بهیر د ملاتړ په موخه ترسره شوې دي. همدارنګه زیاته شوه، چې ریاست ژمن دی څو په راتلونکي کې هم له اړمنو کورنیو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا بهیر یوازې په پکتیا ولایت پورې محدود نه دی، بلکې د هېواد په کچه روان دی او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ټولو ولایتونو کې پر زرګونو راستنو شويو کډوالو د خوراکي او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوې، تر څو د هغوی ستونزې راکمې، د عزتمند ژوند د بیا پیل زمینه برابره او ټولنیز ثبات پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۱
Background image

د کرنې وزارت  مالي او اداري مرستیال د تخار ولایت له مجاهدینو او سیمه‌ییزو مخورو سره وکتل

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیري دخپل کار په دفتر کې د تخار ولایت له یو شمېر مجاهدینو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۱
Background image

نورستان کې له کډوالۍ راستنو شويو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو د وېش لړۍ پيل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په نورستان ولایت کې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۴۳
Background image

پکتیا: له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د مرستو په لړ کې، له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو.
یادې. . .

بازگشت