ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۴۱
ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق                                                                   
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ،غني خېل، نازیان، ګوشته او هسکه مېنه ولسوالېو ترویج مدیریت کارکوونکو په مختلفو کلیو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې دناروغیو مخنیوي لارو چارو اود بڼونو ښه مدیریت په بېلا بېلو برخو کې روزنې وکړل شوي.
 یادو بزګرانو ته دمنظم اوبو لګولو، سرې استعمال، ښاخه برۍ، هرزه وښو کنټرول، نرمکارۍ، لایم سلفر، کورني درملو جوړولو، ژمني تېلو استعمال،ځنګلي بوټو او د ناروغیو په وخت کې د کیمیاوي درملو د استعمال سپارښتنې ورته وشوي.
همدارنګه د مېوو د ضایعاتو مخنیوي،دمیوي منظم راشکولو، درجه بندۍ، بازارموندنې او نورو اړونده برخو کې هم معلومات ورکړل شو، ترڅو بزګران مو پر ځان بسیا او اقتصادی اړخه پیاوړي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت