د کرنې وزارت د اراضۍ  رياست لخوا یوشمېر امارتي وزارتونو ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۴۹
د کرنې وزارت د اراضۍ  رياست لخوا یوشمېر امارتي وزارتونو ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او د صنعت او سودګرۍ وزارت او پوهنې وزارت  ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول. 
په دې تړاو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رياست کې جوړه شوې وه، چې په کې د راضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې  رييس مولوي عبدالعلي عمري، د اراضۍ  ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس حافظ عبدالکبير زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو لوی رییس محمد عارف حسن زاده او د پوهنې وزارت د املاکو او ښونځیو د ساتنې رييس مولوي سميع الحق حماس ګډون درلود.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لخوا پوهنې وزارت ته د کندهار ولايت تخته پل ولسوالی کې په دوه جريبه ځمکه باندې د ديني مدرسې او صنعت او سوداکرۍ وزارت ته د سرپل ولايت په مرکز کې په ۵۰۰ جريبه ځمکه باندې د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې  رييس مولوي عبدالعلي عمري، د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس حافظ عبدالکبير زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو لوی رييس محمد عارف حسن زاده او د پوهنې وزارت د املاکو او ښونځیو د ساتنې رييس مولوي سميع الحق حماس ترمنځ لاسلیک شو.


از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت، زمین به شماری از وزارت‌های امارتی انتقال داده شد
۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می‌گویند که به اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، قراردادهای انتقال زمین میان ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و وزارت صنعت و تجارت و همچنان وزارت معارف به امضا رسیده است.
در همین راستا، نشستی در ریاست عمومی استملاک و اسکان مجدد ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید که در آن مولوی عبدالعلی عمری، رئیس استملاک و اسکان مجدد ریاست اراضی، حافظ عبد‌الکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی، محمد عارف حسن‌زاده، رئیس عمومی پارک‌های صنعتی وزارت صنعت و تجارت، و مولوی سمیع‌الحق حماس، رئیس املاک و حفظ و مراقبت مکاتب وزارت معارف، اشتراک داشتند.
بر اساس معلومات ارائه‌شده، این زمین‌ها به پیشنهاد ریاست انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی و بر بنیاد حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، از سوی ریاست اراضی به وزارت معارف و وزارت صنعت و تجارت انتقال داده شده است. بر این اساس، دو جریب زمین در ولسوالی تخته‌پل ولایت کندهار به منظور اعمار مدرسه دینی به وزارت معارف و ۵۰۰ جریب زمین در مرکز ولایت سرپل به منظور ایجاد پارک‌های صنعتی به وزارت صنعت و تجارت اختصاص داده شده است.
قرارداد انتقال زمین‌های متذکره میان مولوی عبدالعلی عمری، رئیس استملاک و اسکان مجدد ریاست اراضی وزارت زراعت، حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی، محمد عارف حسن‌زاده، رئیس عمومی پارک‌های صنعتی وزارت صنعت و تجارت، و مولوی سمیع‌الحق حماس، رئیس املاک و حفظ و مراقبت مکاتب وزارت معارف، به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت