ننګرهار کې یوشمېر چرګانو پلورونکو ته روغتیایي کڅوړې ورکړل شوې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۲ - ۱۵:۲۴
ننګرهار کې یوشمېر چرګانو پلورونکو ته روغتیایي کڅوړې ورکړل شوې

۲۲ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنیزې پرمختیا سیمه ییز پروګرام (RADP- Est) په همکارۍ د جلال اباد ښار ۵۰ تنه چرګانو پلورنکو ته د روغتیا ساتنې په موخه روغتیایي کڅوړې ورکړي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د حیواني روغتیا سرپرست امر ډاکټر رحمت الله رحمت د روغتیايي کڅوړو د وېش په هکله وویل: «په دغو کڅوړو کې بېلابېل توکي لکه چاقوګان، ساتور، د حلالې میز، ابدان، دستکشې، ماسک، سرپوښ داره ډرمونه او نور اړین توکي شامل دي.»
د رحمت په خبره ددې کڅوړو له وېشلو موخه؛ د چاپېریال ساتنه، د چرګانو له ناروغیو د پلورونکو خوندي کول، د چرګانو د ناروغیو د خپراوي مخنیوی، د چرګانو صحې غوښې تولید او د اړوندو ستونزو هوارول دي.

باید وویل شي، چې له دغو مرستو برخمن شوي پلورونکي دکرنیزې پرمختیا سیمه ییز پروګرام (RADP- Est) له خوا روزل شوي هم دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت