د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې مالدارانو ته روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۶
د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې مالدارانو ته روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۱۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د مرکز په ګډون د ځاځي اریوب، څمکني او زرمت ولسوالیو کې د څارویو د ساتنې، د ښه نسلونو د روزنې او د ژمي د خوراکي توکو د برابرولو په موخه یو لړ روزنیز پروګرامونه ترسره شول.
یاد پروګرامونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي لخوا تنظیم شول، چې په ترڅ کې یې د پکتیا په مرکز ګردېز او هره ولسوالۍ کې ځانګړې روزنیز پروګرامونه ترسره شول. په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د حیواناتو د ښه ساتنې، د اصلاح شوو نسلونو، د ژمي د خوراک د چمتو کولو (یوریا ټریټمنټ او سایلیج جوړولو) په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
په هره ولسوالۍ کې ۳۰ تنه مالدارانو ته روزنه ورکړل شوه، چې په ټولیزه توګه ۱۲۰ مالدارانو پکې برخه واخیسته. په یادو روزنیزو پروګرامونو کې د څارویو د روزنې آمر او د حیواني تغذیې عمومي مدیر هم ګډون درلود.
د پروګرامونو پر مهال ګډونوالو مالدارانو ته د څارویو د ساتنې، حفظ‌الصحې او د متوازنې او معیاري تغذیې په برخه کې لازم عامه پوهاوی ورکړل شو، تر څو د مالدارۍ سکتور پیاوړی او د مالدارانو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت