د بلخ په ولسوالی کې د څارویو روغتیايي مرکزونو سره مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵۷
د بلخ په ولسوالی کې د څارویو روغتیايي مرکزونو سره مرسته وشوه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د«اکټېډ» دفتر په همکارۍ د بلخ ولسوالی شپږو د څارویو روغتیايي مرکزونو ته له ۸۲۵۰ دوزو څخه زیات واکسینونه ووېشل.
یاده مرسته د څارویو د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا او د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه ترسره شوه. مسوولین وایي، چې د دې واکسینونو په تطبیق سره به د څارویو روغتیا ښه شي، د مالدارانو اقتصادي وضعیت به پیاوړی شي او د ناروغیو د خپرېدو کچه به راټیټه شي.
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمنه کوي، چې د همکارو ادارو په ملاتړ به د څارویو د روغتیا په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي، څو د مالدارانو ستونزې راکمې او د مالدارۍ سکتور وده ومومي.


کمک به مراکز صحت حیوانی در ولسوالی بلخ
۱۲ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بلخ با همکاری دفتر «اکتید» برای شش مرکز صحت حیوانی در ولسوالی بلخ بیش از ۸۲۵۰ دوز واکسین توزیع کرده است.
این کمک با هدف تقویت خدمات صحی حیوانی و جلوگیری از شیوع بیماری‌های ساری انجام شده است. مسئولان می‌گویند با تطبیق این واکسین‌ها، وضعیت صحی حیوانات بهبود می‌یابد، وضعیت اقتصادی مالداران تقویت می‌شود و میزان انتشار بیماری‌ها کاهش خواهد یافت.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بلخ تعهد می‌سپارد که با حمایت اداره‌های همکار، تلاش‌های خود را در بخش صحت حیوانی بیشتر سازد تا مشکلات مالداران کاهش یابد و سکتور مالداری رشد کند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵۷
Background image

د بلخ په ولسوالی کې د څارویو روغتیايي مرکزونو سره مرسته وشوه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د«اکټېډ» دفتر په همکارۍ د بلخ ولسوالی شپږو د څارویو روغتیايي مرکزونو ته له ۸۲۵۰ دوزو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په مشري په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسسو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۲
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غونډو په تالار کې د کلیو پراختیا ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست، د اوبو او انرژۍ. . .

بازگشت