کندز کې ۸۰ بې‌ وزله کورنیو ته د سبو د پروسس توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳۶
برای ۸۰ خانواده بی‌بضاعت در کندز  وسایل پروسس سبزیجات توزیع شد

د بې‌ وزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا د ملاتړ پروګرامونو په دوام کې، د «ډاکار» دفتر د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ سره د سبو د پروسس وسایل د کندز مرکز او د چهاردرې ولسوالی ۸۰ بې‌وزله کورنیو ته توزیع کړل.
دغه وسایل د سبو د پروسس او ساتنې بنسټیز تجهیزات شامل دي، چې موخه یې د کورنیو توانمندسازی، په کور دننه د کوچنیو کارونو رامنځته کول، د زراعتي محصولاتو ضایعات کمول، او د خوړو خوندیتوب لوړول دي.
د یادونې وړ ده، چې دا مرسته د اړتیا وړ کورنیو د ملاتړ او هغوی د اقتصادي ځان بسیاینې د هڅونې په موخه ترسره شوې ده.
د دې ډول وسایلو برابرول کولای شي د حاصلاتو د راټولولو په موسم او تر هغه وروسته د کورنیو د ژوند د ښه کېدو لامل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت