خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن ایډ» مؤسسې په همکارۍ د مرکز اړوند د ۳۳ پخوانیو روږدو د ملاتړ او د مالدارۍ د ودې په موخه د راوړل شویو ۶۶ وزو د قرانطین پروسې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د وزو روغتیایي حالت په دقیقه توګه وڅېړل شو، داخلي او خارجي پرازیتونو ضد درمل ورکړل شول، او همدارنګه د قرانطین په موده کې د څارویو د روغتیا ساتنې او د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د څلور ډوله واکسینو د تطبیق سپارښتنې وشوې.
د خوست د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ۶۶ وزې به د ۱۵ ورځني قرانطین له بشپړېدو وروسته د ۳۳ پخوانیو روږدو کسانو ترمنځ د خپلواکه مالدارۍ د هڅونې او اقتصادي پیاوړتیا په موخه ووېشل شي.
د دې پروګرام موخه د ټولنې د زیانمنو قشرونو ملاتړ، د هغوی د ژوند د باثباته اقتصاد په لور رهنمایي او د ځان بسیاینې فرهنګ پیاوړتیا بلل شوې ده.


در ولایت خوست، به‌منظور حمایت از معتادان پیشین و تقویت مالداری، بزهای ماده توزیع می‌شود
۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست اعلام کرده است که داکتر میرویس و داکتر محمد ایوب، متخصصان بخش صحت حیوانی و مالداری این ریاست، با همکاری مؤسسه «اکشن اید» از روند قرنطین ۶۶ رأس بز که به هدف حمایت از ۳۳ تن از معتادان پیشین و رشد مالداری آورده شده‌اند، دیدن کردند.
در این بازدید، وضعیت صحی بزها به‌گونه دقیق بررسی شد، داروهای ضد انگل‌های داخلی و خارجی تطبیق گردید و همچنان برای حفظ صحت حیوانات و جلوگیری از بیماری‌های ساری در زمان قرنطین، تطبیق چهار نوع واکسین توصیه شد.
به اساس معلومات ریاست زراعت خوست، این ۶۶ رأس بز پس از تکمیل ۱۵ روز قرنطین، به هدف تشویق به مالداری مستقل و توانمندسازی اقتصادی، میان ۳۳ تن از معتادان پیشین توزیع خواهند شد.
هدف این برنامه حمایت از اقشار آسیب‌پذیر جامعه، رهنمایی آنان به سوی اقتصاد پایدار و تقویت فرهنگ خودکفایی عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت