لوګر کې پر ۲۵۰۰ بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو او کيمياوي سرو وېش پيل شو
۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر ۲۵۰۰ بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دینپرور، د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر آقا «پیر حبیبالرحمن»، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» استازي، د کرنې ریاست مسؤلین او ګڼ شمېر بزګران ګډون کړی و.
د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دینپرور هم په خپلو خبرو کې د کرنې د پرمختګ، د خاورې د غني کولو او د کرنیز ځانبسیاینې پر ارزښت ټینګار وکړ او له بزګرانو یې وغوښتل، چې د اصلاح شويو تخمونو له کرکېلې څخه ښه ګټه واخلي، څو د ولایت اقتصاد ته وده ورکړي.
د لوګر د کرنې رییس ښاغلي شیر آقا «پیر حبیبالرحمن» د غونډې پر مهال وویل، چې دغه تخمونه د معیاري کرنې د اصولو له مخې وېشل کېږي، او له بزګرانو یې وغوښتل چې د اصلاح شويو تخمونو د کرکېلې پر مهال د سمو کرنیزو لارو چارو پيروي وکړي، څو هم د حاصل کچه لوړه شي او هم د کیفیت سطحه ښه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ټولیز ډول ۲۵۰۰ سهمونه د دې پروګرام تر پوښښ لاندې دي، چې له دې شمېرې ۱۵۰۰ سهم د برکي برک ولسوالی، ۵۰۰ سهم د مرکز، او ۵۰۰ سهم د څرخ ولسوالی پورې اړه لري.
ددې پروګرام په ترڅ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي، چې دا ټول د معیاري کرکېلې د هڅونې او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه بزګرانو ته وېشل کېږي.
یاد پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي، د «اې.ډبلیو.ډي.آر.او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
په پای کې د وېش بهیر د نمونې په ډول پیل شو، څو تنو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، توره او سپینه سره وسپارل شول، او غونډه د دعا او ګډونوالو د خوښۍ سره پای ته ورسېده.
توزیع تخمهای اصلاحشده گندم و کودهای کیمیاوی برای ۲۵۰۰ دهقان در ولایت لوگر آغاز شد
۱۴ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جمادیالاول ۱۴۴۷ هـ.ق
بهمنظور افزایش حاصلات زراعتی و ترویج زراعت معیاری در ولایت لوگر، روند توزیع تخمهای اصلاحشده گندم و کودهای کیمیاوی برای ۲۵۰۰ تن از دهاقین این ولایت بهگونه رسمی آغاز گردید.
در مراسم افتتاح این برنامه، مولوی محمد انور دینپرور معاون والی لوگر، مولوی شیر آقا «پیر حبیبالرحمن» رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لوگر، نمایندگان اداره غذاء و زراعت ملل متحد (FAO)، مسئولان ریاست زراعت و شماری از دهاقین حضور داشتند.
مولوی محمد انور دینپرور، معاون والی لوگر، در سخنان خود بر اهمیت رشد زراعت، غنیسازی خاک و خودکفایی زراعتی تأکید نمود و از دهاقین خواست تا از تخمهای اصلاحشده بهگونه مؤثر استفاده نمایند تا اقتصاد ولایت رشد یابد.
همچنان مولوی شیر آقا «پیر حبیبالرحمن» رئیس زراعت لوگر گفت که این تخمها بر اساس اصول زراعت معیاری توزیع میشوند و از دهاقین خواست تا در هنگام کِشت، از روشهای درست زراعتی پیروی کنند تا هم میزان حاصلات افزایش یابد و هم کیفیت محصولات بهتر شود.
وی افزود که در مجموع ۲۵۰۰ سهم شامل این برنامه است که از آن میان ۱۵۰۰ سهم مربوط ولسوالی برکی برک، ۵۰۰ سهم مربوط مرکز ولایت و ۵۰۰ سهم دیگر مربوط ولسوالی څرخ میباشد.
بر بنیاد این برنامه، برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاحشده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود توره و ۵۰ کیلوگرام کود سپینه (یوریا) توزیع میگردد که هدف آن تشویق دهاقین به کِشت معیاری و افزایش حاصلات زراعتی است.
این برنامه با تمویل مالی اداره غذاء و زراعت ملل متحد (FAO)، همکاری تخنیکی مؤسسه برای احیا و توسعه (AWDRO) و نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لوگر عملی میگردد.
در پایان مراسم، روند توزیع بهگونه نمونه آغاز شد و تعدادی از دهاقین تخمهای اصلاحشده و کودهای کیمیاوی را دریافت کردند. این برنامه با خوشنودی اشتراککنندگان و دعای ختم جلسه پایان یافت
