د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د زیتون د تېلو تولید ۴۰ سلنه زیات شوی

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۱۵
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د زیتون د تېلو تولید ۴۰ سلنه زیات شوی

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتون تېلو د پروسس چارې د دغه شرکت د اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي په مشرۍ پیل شوې. په دغه مراسمو کې د مالي او اداري چارو رییس محمداجان راشد، د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس انجنیر ندي‌الله نیازی، د کرنیزو او تخنیکي چارو رییس انجنیر حکمت‌الله معروف، د زیتون فابریکې امر مولوي اختر محمد هاشمي او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس وویل، نن ورځ د هېواد د کرنیز سکتور لپاره یوه مهمه لاسته‌راوړنه ده، ځکه د زیتون د حاصلاتو څخه د تېلو د پروسس رسمي لړۍ پیل شوه. ده زیاته کړه، چې د زیتون د تېلو تولید به سږکال د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات وي.
د ښاغلي محمدي په وینا، سږکال د زیتون د تېلو د تولید کچه شاوخوا ۱۹۰ زره لیتره اټکل شوې، حال دا چې تېر کال دا اندازه ۱۳۵ زره او ۵۰۰ لیتره وه، چې نږدې ۵۵ زره لیتره زیاتوالی ښيي.
هغه زیاته کړه، تېر کال د زیتون ټول حاصلات شاوخوا ۱۱۰۰ ټنه وو، خو سږکال دا شمېره شاوخوا ۱۶۰۰ ټنو ته رسېږي، چې دا د تولید د پراختیا، ښه مدیریت او د باغدارۍ د سکتور د ودې څرګند نښه ده.
اجرائیوي رییس وویل، د زیتون تېلو د پروسس نننۍ پرانسته نه یوازې د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې یو ستر پرمختګ دی، بلکې د معیاري تولید، کورني اقتصاد د پیاوړتیا او د زیتون د صنعت د دوامدار پرمختګ لپاره هم مهم ګام ګڼل کېږي.
د معلوماتو له مخې، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سږکال پلان لري، چې ۵۰ زره د زیتون نیالګي کښېنوي، او تر ۱۴۰۷ کال پورې به ټول تخریب شوي زیتون بڼونه بېرته احیا او ورغوي.
یاده دې وي، د ننګرهار کانال د جوړېدو پر مهال په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه زیتون بڼونه جوړ شوي وو، چې د تېر ناوړه وضعیت له امله نږدې ۱۳۸۰ هکتاره یې تخریب شوي. اوس مهال د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په څلور فارمونو کې په شاوخوا ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه زیتون بڼونه شتون لري.

شرکت زراعتی وادی ننگرهار: تولید روغن زیتون ۴۰ درصد افزایش یافته است
۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ جُمادى‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
شرکت زراعتی وادی ننگرهار روند پروسس روغن زیتون را به ریاست سید محمد نعیم محمدی، رئیس اجرایی این شرکت، آغاز کرد. در مراسم افتتاح این روند، محمداجان راشد رئیس مالی و اداری، انجنیر ندی‌الله نیازی رئیس تجارت و بازاریابی، انجنیر حکمت‌الله معروف رئیس امور زراعتی و تخنیکی، مولوی اختر محمد هاشمی آمر فابریکهٔ زیتون و شماری از مسئولان دیگر نیز حضور داشتند.
رئیس اجرایی شرکت وادی ننگرهار گفت: «امروز برای سکتور زراعت کشور روز مهمی است، زیرا روند رسمی پروسس روغن از حاصلات زیتون آغاز گردید.» او افزود که تولید روغن زیتون امسال در مقایسه با سال گذشته ۴۰ درصد افزایش خواهد داشت.
به گفتهٔ محمدی، میزان تولید روغن زیتون در سال جاری حدود ۱۹۰ هزار لیتر برآورد می‌شود، در حالی‌که در سال گذشته ۱۳۵ هزار و ۵۰۰ لیتر تولید شده بود، که افزایش حدود ۵۵ هزار لیتر را نشان می‌دهد.
وی افزود که سال گذشته حاصلات زیتون حدود ۱۱۰۰ تُن بود، اما امسال این رقم به حدود ۱۶۰۰ تُن رسیده است که بیانگر گسترش تولید، بهبود مدیریت و رشد سکتور باغداری می‌باشد.
رئیس اجرایی شرکت تأکید کرد که آغاز رسمی پروسس روغن زیتون نه‌تنها یک گام بزرگ در زمینهٔ پروسس محصولات زراعتی است، بلکه در جهت تولید معیاری، تقویت اقتصاد داخلی و توسعهٔ پایدار صنعت زیتون نیز اهمیت ویژه‌ای دارد.
به اساس معلومات، شرکت زراعتی وادی ننگرهار در نظر دارد امسال ۵۰ هزار نهال زیتون غرس کند و تا سال ۱۴۰۷ هـ.ش تمامی باغ‌های تخریب‌شدهٔ زیتون را احیا و بازسازی نماید.
شایان ذکر است که در زمان تأسیس کانال ننگرهار، باغ‌های زیتون در مساحت ۳۱۰۰ هکتار زمین ایجاد شده بود که به دلیل وضعیت نامساعد گذشته، حدود ۱۳۸۰ هکتار آن تخریب گردیده است. در حال حاضر، شرکت زراعتی وادی ننگرهار در چهار فارم خود در حدود ۱۸۰۰ هکتار زمین باغ‌های فعال زیتون دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت