پکتیا ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱۸
سفر رئیس عمومی عشر و زکات به ولایت پکتیا

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت کې د عشر چارې له نږدې وارزولې.
په پیل کې نوموړي د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي سره د هغه په دفتر کې وکتل او د خپل سفر موخه یې شریکه کړه.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په خپلو خبرو کې د عشر د فعالیتونو اړوند پوره ډاډ ورکړو چې په پکتیا ولایت کې به په شفاف ډول د ا.ا.ا. د طرزالعملونو مطابق عشر راټولېږي.
وروسته په ناسته کې، چې پکې د پکتیا د عشر آمر مولوي زاهب الله ارسلا، د زکات آمر ملا علاوالدین شهیدزوی، د عشر او زکات د محاسبې آمر احمدالله احمدي، د مرکز او ولسوالیو د عشر مسؤلینو او عاملینو ګډون درلود، د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد د عشر او زکات پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې.
هغه ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د عامو خلکو سره ښه چلند ولري او د عشر چارې په ښه ډول ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د عاشرینو او عاملینو د ټاکنې پر مهال دې مخلص او پر تقوا ولاړ اشخاص وګمارل شي.
مولوي ندا محمد عابد دغه راز مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او د راپورونو په ترتیب او تنظیم کې دقت وکړي. هغه د عشر او زکات چارې دروند مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، چې د دې چارو په ښه ډول پرمخ وړل د ولس د باور او رضایت لامل ګرځي.
د سفر پر مهال نوموړي د پکتیا ولایت د عشر او زکات چارو د بهیر څارنه وکړه او د دې ولایت چارې یې تر دې دمه د ستاینې وړ وبللې. همدارنګه یې د مسؤلینو او عاملینو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

سفر رئیس عمومی عشر و زکات به ولایت پکتیا
۱۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی ندا محمد عابد، رئیس عمومی عشر و زکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با هیأت همراهش در جریان سفر کاری خود به ولایت پکتیا، از روند جمع‌آوری عشر در این ولایت از نزدیک دیدن کرد.
در آغاز، وی با مولوی سید امین هاشمی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا در دفترش دیدار کرده و هدف سفر خود را با او در میان گذاشت.
مولوی سید امین هاشمی در سخنانش اطمینان داد که فعالیت‌های مربوط به جمع‌آوری عشر در ولایت پکتیا به‌گونه شفاف و مطابق به طرزالعمل‌های امارت اسلامی افغانستان انجام خواهد شد.
سپس در نشستی که با حضور مولوی زاهب‌الله ارسلا آمر عشر، ملا علاوالدین شهیدزوی آمر زکات، احمدالله احمدی آمر محاسبه عشر و زکات و همچنین مسؤولان و عاملان عشر در مرکز و ولسوالی‌های پکتیا برگزار شد، مولوی ندا محمد عابد در مورد اهمیت عشر و زکات مفصل صحبت کرد.
او به اشتراک‌کنندگان توصیه کرد که با مردم رفتار نیک داشته باشند و امور جمع‌آوری عشر را به‌خوبی انجام دهند. وی تأکید کرد که در هنگام گزینش عاشرین و عاملین، باید افراد مخلص و متقی گماشته شوند.
همچنین، مولوی ندا محمد عابد به مسؤولان هدایت داد تا از بزرگان و مقامات خود اطاعت نمایند و در تنظیم و ترتیب گزارش‌ها دقت لازم را به خرج دهند. او جمع‌آوری عشر و زکات را مسؤولیتی سنگین دانست و افزود که اجرای درست این امور، باعث جلب اعتماد و رضایت مردم می‌شود.
در جریان این سفر، وی از روند کارهای عشر و زکات در ولایت پکتیا نظارت کرده و عملکرد آن‌ها را تا کنون قابل ستایش خواند. همچنان، مشکلات مسؤولان و عاملان را شنید و برای حل آن‌ها اطمینان همکاری کامل داد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت