دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت  په دوو ولایتونو کې څه باندې زر جریبه ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۳۴
دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت  په دوو ولایتونو کې څه باندې زر جریبه ځمکه ولېږدول شوه

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست چارواکي وایي، چې د بامیانو ولایت په مرکز کې او همدارنګه د کابل ولایت دخاکجبار په ولسوالی کې د ټرانسپورټي ترمینل او اداري ودانۍ د جوړولو په موخه د اراضی رياست لخوا ترانسپورټ او هوايې وزارت ته  څه باندې زر جریبه ځمکه ولېږدول شوه.
په همدې موخه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ په مقام کې جوړه شوې وه د کرنې وزارت د د اراضۍ ریاست دځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد  د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د کابل ولایت د ترانسپورت د تنظیم عمومي رييس مولوي عبدالغفار فاروق او د دغه وزارت د جایدادونو او املاکو کارپوه مولوي عبدالصمد اخندزاده ګډون درلود.
ياده ځمکه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ  رياست لخوا یاد وزارت ته د بامیانو  ولايت مرکز کې په (۱.۶) جريبه ځمکه باندې د اداري تعمير د جوړولو او همدارنګه د کابل ولايت خاکجبار ولسوالۍ کې په (۱۰۰۰) جریبه ځمکه باندې د ټرانسپورټي ترمینل د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ  ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د کابل ولایت د ټرانسپورټ د تنظیم عمومي رييس مولوي عبدالغفار فاروق او د دغه وزارت د جایدادونو او املاکو کارپوه مولوي عبدالصمد اخندزاده ترمنځ لاسلیک شوه.


وزارت زراعت بیش از یک هزار جریب زمین را به وزارت ترانسپورت و هوانوردی منتقل کرد
۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
مقامات ریاست اراضی وزارت زراعت می‌گویند که در مرکز ولایت بامیان و همچنین در ولسوالی خاکجبار ولایت کابل، به منظور ساخت ترمینال ترانسپورتی و ساختمان اداری، بیش از یک هزار جریب زمین از سوی  ریاست اراضی به وزارت ترانسپورت و هوانوردی منتقل شده است.
به همین منظور، نشستی در ریاست  اراضی وزارت زراعت برگزار شد که در آن مولوی سید محمد سعید، رییس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی وزارت زراعت، مولوی عبدالغفار فاروق، رییس عمومی تنظیم ترانسپورت وزارت ترانسپورت و هوانوردی در ولایت کابل، و مولوی عبدالصمد اخندزاده، کارشناس املاک و دارایی‌های آن وزارت حضور داشتند.
این زمین‌ها بر اساس پیشنهاد وزارت ترانسپورت و هوانوردی و حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) توسط ریاست اراضی به آن وزارت منتقل شد؛ به این ترتیب که در مرکز ولایت بامیان ۱.۶ جریب زمین برای ساخت ساختمان اداری و در ولسوالی خاکجبار ولایت کابل ۱۰۰۰ جریب زمین برای ساخت ترمینال ترانسپورتی اختصاص یافت.
قرارداد انتقال این زمین‌ها میان مولوی سید محمد سعید، رییس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی وزارت زراعت، مولوی عبدالغفار فاروق، رییس عمومی تنظیم ترانسپورت وزارت ترانسپورت و هوانوردی در ولایت کابل، و مولوی عبدالصمد اخندزاده، کارشناس املاک و دارایی‌های آن وزارت، امضا شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت