د زعفرانو تولید نږدې ۲۰ ټنو ته ورسېد

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۳:۴۷
 د زعفرانو تولید نږدې ۲۰ ټنو ته ورسېد

۴ مرغومی ۱۳۹۸
د وروستي راټول شوي او توحید شوي شمېرو له مخې، په روان کال کې د زعفرانو د تولید کچه ۲۲ سلنه زیاته شوې او ۱۹ زره او ۴۶۹ کیلوګرام ته رسېدلی دی.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: «سږکال په ترویجي او تولیدي ډول د ټول هېواد په اووه زره او ۵۵۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې ده، چې د تېرکال په پرتله د تولید کچه نږدې ۲۲ سلنه زیاته شوې ده؛ دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په شپږ زره او ۲۷۲ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې وه، چې د تولید کچه یې ۱۶ ټنو ته رسېدلې وه.»
دغه راز په بلخ کې ۹۹.۵ هکټاره، په فاریاب کې ۴۶ هکټاره، په کندهار کې ۴۵ هکټاره، په ارزګان کې ۳۹ هکټاره، په دایکندي کې ۳۱ هکټاره او په سرپل ولایت کې په ۲۱ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې ده. په نورو ولایتونو کې د زعفرانو کروندې د یادو ولایتونو په پرتله لږ دي.
د کرنې وزارت د وایند په خبره د افغانستان د زعفرانو د تولید د زیاتوالی عمده لاملونه، د زعفرانو کروندې زیاتېدل، د کرنې وزارت چوپړونه لکه بزګرانو ته روزنه ورکول، د زعفرانو د ښه کیفیت لرونکي پیازو وېش او بزګرانو لپاره د زعفرانو نندارزې قطعې جوړول دي.
باید وویل شي، چې روان کال د کابل، غزني، فاریاب او هرات په ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس څلور مرکزونه تجهیز شوي دي او دغه راز څه باندې دوه زره نارینه او ښځینه زعفران کاران روزل شوي دي.
شمېرې ښیي، چې سږکال د افغانستان زعفران کاران له خپل کاروباره څه باندې ۲۷ میلیونه ډالر لاسته راوړي.
د کرنې وزارت د زعفرانو د ودې او پراختیا په پار په ۱۳۹۵ یم کال کې پنځه کلنه برنامه ترتیب کړ، چې پر بنسټ یې په هېواد کې د زعفرانو د تولید کچه تر ۱۴۰۰ ام لمریز کاله پورې باید ۱۴ ټنو ته ورسیږي، خو د زعفرانو د تولید کچه ښیي ، چې د کرنې وزارت د زعفرانو د ودې په پار د ټولو پرنامو په پلي کولو سره توانېدلې ده، چې له ټاکلي مودې یو کال مخکې یعنې ددې پنځه کلنې برنامې له وړاندویونو یو کال مخکې شپږ ټنه زیات تولید ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۷
Background image

پکتیا کې د واټرشیډونو د جوړیدو چارې پیل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هیلتو مؤسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي ملاتړ ددې ولایت په جاني خېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي محمد سید محمد سعید او د برېښنا شرکت د پانګه اچونې د همغږۍ رييس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۳
Background image

سرپل ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د سرپل ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلونونو د. . .

بازگشت