لوګر ولايت کې د کرنې وزارت د اراضۍ څانګې کارکوونکو ته روزنيز سمینار پيل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۴۸
لوګر ولايت کې د کرنې وزارت د اراضۍ څانګې کارکوونکو ته روزنيز سمینار پيل شو

۷ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
لوګر ولايت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د اجارې او د استرداد شویو ځمکو څانګو کارکوونکو ته د هغو د ظرفيت د لوړولو په موخه روزنيز سمینار پيل شو.
په پيل کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د سروې کدستر رییس  مولوي عبدالصمد پاڅون د دغه ولايت رييس مولوي حبیب الرحمن او د ياد ولايت د عدليې رییس مولوي خلیل احمد سره د  لیدنې ترڅنګ د یاد سمینار په هکله خبرې وکړې.
د اراضۍ لوی ریاست د سروې کدستر رييس د دغه روزنيز سمینار د ارزښت په اړه او همدارنګه د اراضۍ څانګې د کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو په برخه کې هم مفصلې خبرې وکړې.
ورپسې د لوګر ولايت اړوندو چارواکو په خپل وار د دغه پروګرام د تطبيق په برخه کې د اراضۍ څانګې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.


آغاز سمینار آموزشی برای کارمندان اراضی وزارت زراعت در ولایت لوگر
۷ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت لوگر سمینار آموزشی برای کارمندان بخش‌های اجاره زمین و اراضی مسترد شده به هدف ارتقای ظرفیت آنان از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری آغاز گردید.
در آغاز مولوی عبدالصمد پاڅون رییس سروې کدستر ریاست اراضی وزارت زراعت، همراه با مولوی حبیب‌الرحمن رییس زراعت ولایت لوگر و مولوی خلیل احمد رییس عدلیه این ولایت دیدار نموده و در مورد این سمینار صحبت کردند.
رییس سروې کدستر ریاست عمومی اراضی درباره اهمیت این سمینار آموزشی و همچنان نقش آن در ارتقای ظرفیت کارمندان بخش اراضی به تفصیل صحبت نمود.
سپس مقامات مربوط ولایت لوگر ضمن قدردانی از مسؤلان بخش اراضی در زمینه تطبیق این برنامه، وعده همکاری‌های همه‌جانبه را سپردند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

بازگشت