کندهار کې د کروندو خوندیتوب په پارهڅې؛ ۴۸ ډوله بوټي درمل شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۳:۲۷
کندهار کې د کروندو خوندیتوب په پارهڅې؛ ۴۸ ډوله بوټي درمل شوي

۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټې ژغورنې مدیریت تر رهبرۍ لاندې، په تېرو دوو میاستو کې ۴۸ بېلابېل ډوله بوټي د ناروغیو او آفتونو له امله تشخیص او د درملنې اړینې لارښوونې او نسخې بزګرانو ته ورکړل شوي دي.
د یاد مدیریت مسؤلین وایي«:د نباتاتو ناروغۍ له امله د کندهار له بېلابېلو ولسوالیو څخه ګڼ شمېر بزګرانو د خپل کښت د ژغورنې او مؤثره درملنې په موخه مراجعه کړې، چې د دوی د مسلکي کسانو له خوا تشخیص او درملنه شوي. تشخیص شوي نباتات انځر، انګور، انار، خټکې، هندوانه، پیاز، هوږه، غنم، بېلابېل سابه او زینتي بوټي شامل دي، چې د نباتاتو د نوعیت او ناروغۍ مطابق ورته مشخص درمل او مشورې ورکړل شوي دي.»
د کندهار دکرنې ریاست د بوټې ژغورنې مسوولین پر بزګرانو غږ وکړ، چې پر خپلو کښتونو دې خودسرانه کرنیز درمل نه پاشي، بلکې د کرنیزو ستونزو د دقیق تشخیص او مؤثره درملنې لپاره دې دکندهار د کرنې ریاست بوټې ژغورني مدیریت ته مراجعه وکړي. دا به مرسته وکړي، چې د بوټو ناروغۍ په سمه توګه کنټرول او د حاصل د له‌منځه تلو مخنیوی وشي.
د کندهارد  کرنې ریاست مسؤلین ژمن دي، چې د بزګرانو نباتات به د ناروغیو پر وړاندې تشخیص او درمل کړي، ترڅو د کرنیزو محصولاتو کمښت او اقتصادي زیانونه راکم شي. یاد ریاست هڅه کوي، چې بزګرانو ته وخت پر وخت مسلکي مشورې او درملنې نسخې ورکړي، ترڅو د کرنیزو چارو کیفیت لوړ او پایلې یې اغېزمنې وي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

بازگشت