د کرنې وزارت لخوا د زندانونو د تنظيم چارو ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۲۹
د کرنې وزارت لخوا د زندانونو د تنظيم چارو ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د زندانونو د تنظيم چارو ادارې د تعمیراتو عمومي مدیر سمونوال محمد حامد علي زاده ګډون درلود، د کرنې وزارت لخوا د زندانونو د تنظيم چارو ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د زندانونو د تنظيم چارو ادارې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا یادې ادارې ته د پروان ولايت مرکز کې په ۱۸جريبه ځمکه باندې د مرکزي زندان د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د زندانونو د تنظيم چارو ادارې د تعمیراتو عمومي مدیر سمونوال محمد حامد علي زاده  ترمنځ لاسلیک شوه.


انتقال زمین از  وزارت زراعت به اداره تنظیم امور زندان‌ها 
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی سید محمد سعید، رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی، و سمونوال محمد حامد علی‌زاده، مدیر عمومی تعمیرات اداره تنظیم امور زندان‌ها حضور داشتند، زمین از سوی وزارت زراعت به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داده شد.
این زمین به پیشنهاد اداره تنظیم امور زندان‌ها و بر اساس حکم امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی)، از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به این اداره واگذار گردید. زمین مورد نظر در مرکز ولایت پروان به مساحت ۱۸ جریب برای اعمار زندان مرکزی تخصیص یافته است.
توافق‌نامه انتقال این زمین میان مولوی سید محمد سعید، رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی وزارت زراعت، و سمونوال محمد حامد علی‌زاده، مدیر عمومی تعمیرات اداره تنظیم امور زندان‌ها، به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت