ننګرهار: تورخ بندر کې ۳۵ ټنه بې کیفیته جوار بېرته پاکستان ته مسترد شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۱۶
ننګرهار: تورخ بندر کې ۳۵ ټنه بې کیفیته جوار بېرته پاکستان ته مسترد شول

د ننګرهار ولایت د تورخم بندر د نباتي قرنطین مدیریت چارواکي وایي، چې د یاد بندر مسوولینو د پاکستان څخه افغانستان ته د ۳۵ ټنه بې کیفیته جوارو د واردېدو مخنیوي کړئ او بېرته یې یاد هېواد ته مسترد کړي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې دغه بې کېفیته جوار چې د پاکستان له لورې افغانستان ته واردېدل د تورخم بندر د نباتي قرنطین مدیریت مسوولینو له لوري له دقیقې معاینې او چک وروسته بېرته یاد هېواد مسترد کړل شوي دي.
نوموړي له ټولو سوداګرو څخه د باکیفیته محصولاتو د واردولو هیله لري، تر څو درانه هېوادول مو د صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.
د تورخم بندر له لارې هره ورځ لسګونه موټره تازه مېوه، سابه، غلې دانې،  حیواني او نباتي درمل او ګڼ نور مواد صادر او واردېږي، چې په تورخم کې د کرنې ریاست د قرنطین  مدیریت تر څار لاندې هېواد ته واردېږي او خراب محصول ته د واردېدو اجازه نه ورکول کېږي.


ننگرهار: ۳۵ تُن جوار بی‌کیفیت از بندر تورخم به پاکستان مسترد شد
مسئولان مدیریت قرنطین نباتی در بندر تورخم ولایت ننگرهار می‌گویند که از ورود ۳۵ تُن جوار بی‌کیفیت از پاکستان به افغانستان جلوگیری شده و این محموله دوباره به آن کشور مسترد گردیده است.
مولوی محمد ولی محسن، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که این جوار بی‌کیفیت پس از بررسی و معاینه دقیق از سوی مسئولان مدیریت قرنطین نباتی بندر تورخم دوباره به پاکستان بازگردانده شد.
وی از همه تاجران خواست تا در واردات، تنها محصولات باکیفیت را انتخاب کنند تا هموطنان ما از مواد صحی و پاک استفاده نمایند.
قابل یادآوری است که روزانه ده‌ها موتر حامل میوه تازه، سبزیجات، غله‌جات، ادویه حیوانی و نباتی و سایر مواد از طریق بندر تورخم صادر و وارد می‌گردد که زیر نظارت مدیریت قرنطین ریاست زراعت به کشور وارد شده و به محصولات بی‌کیفیت اجازه ورود داده نمی‌شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ، د غزني ښار اړوند یو شمېر کلیو کې ۴۳ مستحقو او بې‌وزله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

دکرنې وزارت د جیوديزي او تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو 

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست د جیوديزي او کدستر او د ځمکو د تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارمندانو ته روزنيز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې لسګونه کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي کېږي

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیکا ولایت په جانیخېل او ګومل ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «هېلټو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت