د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۲:۴۵
د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د مخنیوي لپاره پراخ ګرځنده کمپاینونه پیل شوي دي. چې په ترڅ کې یې د فرضي کرښې د کنډکونو مسؤلینو د یو زرو ۴۶۳ پسونو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.
د سپین بولدک ولسوالۍ چارواکي وايي، ځینو کسانو هڅه کوله چې دغه پسونه د فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول پاکستان ته قاچاق کړي، خو د سرحدي ځواکونو او مسؤلو ادارو په چټک اقدام دا هڅه ناکامه شوې ده.
سرچینې زیاتوي، د قاچاق په تړاو ځیني کسان هم نیول شوي، چې د لا نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست وايي، د څارویو قاچاق د سیمې د مالدارۍ سکتور ته جدي زیان رسوي، او د دغې لړۍ د مخنیوي لپاره یې له آمنیه قومندانۍ سره په ګډه هڅې زیاتې کړې دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ هم د ۲ زره ۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
چارواکي ټینګار کوي، چې د دغه ډول غیرقانوني کړنو پر وړاندې به کمپاینونو ته دوام ورکړي، ترڅو د سیمه‌ییزو بزګرانو او مالدارانو اقتصادي زیانونه راکم شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
Background image

تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیکا کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳
Background image

کندهار کې د لمرګلي نبات د پراختیا په پار هڅې، د ټیکا له استازو سره د لمرګلي نبات د پراختیا په پار ناسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ، د کندهار ولایت په کرنې ریاست کې د ترکیې د. . .

بازگشت