د ننګرهار کامه کې پر لسګونو کورنیو د شېدو غواوې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۵۳
د ننګرهار کامه کې پر لسګونو کورنیو د شېدو غواوې ووېشل شوې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د نه انلوس مؤسسې له لورې ددې ولایت د کامې ولسوالی کې  لسګونو کونډو او بې وزله مېرمنو ته د شېدو غواوې ورکړل شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د څارویو روغتیا او مالدارۍ امر داکتر محمد ضمیر بهسودي ګډون درلود.  نوموړې وویل د نه انلوس مؤسسې له لورې په کامې ولسوالی کې ۴۲ مېرمنو ته د شېدو غواوې د کورني اقتصاد پیاوړتیا، لبنی محصولاتو زیاتوالي او مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا په موخه وېشل شوي دي.
ښاغلي بهسودي زیاته کړه، چې  په راتلوونکي کې یادو مېرمنو ته د څارویو تغذیي او پیاوړتیا لپاره حیواني خوراکه او روزنې هم ورکول کېږي.
د کامې ولسوالی مرستیال مولوی سعید الله وویل. چې د کامې ولسوالۍ د مالدارۍ لپاره مساعدې سیمې لري او په دې برخه کې  دننګرهار د کرنې ریاست څخه دلا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د نه انلوس مؤسسي کارکوونکي ډاکتر اسلام الدین عمادی د مالدارۍ پر ارزښت، ساتنی او حیواني خوراکې ورکړې تفصیلې معلومات مالدارانو ته وړاندې کړل.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم په دره نور ولسوالی کې ۴۷ مېر منو ته د شېدو غواوې وېشل شوې وې. 
د ننګرهار د کرنې ریاست هڅه کوي په کلیوالي سیمو کې د خلکو اقتصادی پیاوړتیا په موخه ګتورې پروژی پلی کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۵۳
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي او د کروندو د ښه مدیریت په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ترویج مدیریت کارکوونکو د ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې بزګرانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۴۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ټيکا مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټيکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

مولوي عبدالجبار خالد د کرنې وزارت  د استملاک او بیا مېشتېدنې د رییس په توګه معرفي شو

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي عبدالجبار خالد د لومړي بست په کچه د. . .

بازگشت