د ننګرهار کوټ ولسوالی کې ۳۰ تنو بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۴۱
د ننګرهار کوټ ولسوالی کې ۳۰ تنو بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د کوټ ولسوالی د بوټو ساتني مدیریت کارکوونکو د تریلي په پاس میران او لاندې میرانو کلیو کې ۳۰ تنو بزګرانو ته د سیمه ییزو ښوونځیو په چوکاټ کې د پنبې، بنډیو او جوارو ناروغیو مخنیوی په برخه کې روزنه ورکړل شوه. همدارنګه د سبو او مېوو ناروغیو مخنیوي بوتانیکي درملو جوړولو، چې د ساده کورنیو موادو څخه جوړېږي روزنه ورکړل شوه.
دغه راز بزګرانو ته د منظم اوبو لګولو، ناروغیو مخنیوی، کرنیزو عملیو ترسره کولو، سبو بسته بندۍ، بازارموندنې په برخه کې معلومات هم ورکړل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ولسوالیو کارکوونکي موسمي ناروغیو مخنیوی او حل لارو په موخه وخت نا وخته د بزګرانو سره معلومات شریکوی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت