د بلخ ولسوالی د اوف ملک کلي د اوبو ویالې رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۶:۵
د بلخ ولسوالی د اوف ملک کلي د اوبو ویالې رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بلخ ولسوالۍ د کرنیزو خدماتو عمومي مدیر قاري محمد سلطاني د اوف ملک کلي د اوبو ویالې د پخولو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه. دغه پروژه د اکتید دفتر له خوا د «پیسو په بدل کې د کار» د پروګرام له لارې پیل شوې ده.
د څارنې پر مهال قاري محمد سلطاني د پروژې پر کیفیت، د کار د پرمختګ پر کچې او د اړوند تخنیکي معیارونو رعایت ته ځانګړې پاملرنه وکړه. نوموړي د دغې پروژې د عملي کیدو له امله د یاد دفتر له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډول پروژې د کرنیزو چارو په پراختیا او د اوبو مدیریت کې مهم رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو دغې ویالې پخول به د کروندګرو لپاره د اوبو لګولو اسانتیاوې برابروي او د حاصلاتو په لوړوالي کې به رغنده اغېزه ولري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت