د کرنې وزارت د ۱۴۰۴ کال د بودیجې د تشریح په موخه ناسته دایره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۴۲
د کرنې وزارت د ۱۴۰۴ کال د بودیجې د تشریح په موخه ناسته دایره شوه


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختيايي او عادي بودیجې د تشریح او د هغې د لګښت څرنګوالي په اړه یوه ناسته د ډاکتر عبدالوکیل خان په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د وزارت مالي او اداري مرستیال، د کرنې بېلابېلو سکتورونو رئیسانو او ځینو نورو کارمندانو ګډون کړی و.
په پیل کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال ملاآغاجان آخند «حاجي سالم»، د اړوندو ادارو مسوولیتونه تشریح کړل او له کارمندانو یې په صداقت او امانتدارۍ سره د چارو او بودیجې د لګښت په برخه کې د اجرااتو ترسره کول وغوښتل.
هغه ټینګار وکړ، چې خلک له کارکوونکو د خدمت تمه لري او د دې بودیجې تخصیص موخه د خلکو لپاره د سوکالۍ رامنځته کول او د هېواد د اړمنو کسانو ژوند ښه کول دي.
ورپسې، د کرنې وزارت مالي او حسابي رئیس مولوي ضیاءالدین واقف، له رئیسانو وغوښتل، چې د خپلې بودیجې د لګښت پلانونه دې هر څه ژر د مالي ریاست ته وسپاري، څو د پروژو تطبیق لپاره زمینه برابره شي.
همدارنګه، د وزارت د بودیجې آمر حامد شفیق، د ۱۴۰۴ کال بودیجې مختلفې برخې د ګډونوالو ته تشریح کړې او د هغوی د پوښتنو ځوابونه یې ورکړل.
ټاکل شوې، د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت بودیجه د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او د طبیعي سرچینو ساتنې په برخو کې مصرف شي.


جلسه‌ای به‌منظور تشریح بودجه سال  ۱۴۰۴ وزارت زراعت برگزار شد
۲۸ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور تشریح بودجه انکشافی و عادی  سال ۱۴۰۴ وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و نحوه مصرف آن  در تالار داکتر عبدالوکیل خان برگزار شد.
 در این نشست، معین مالی و اداری وزارت، روسای سکتورهای مختلف زراعت و شمار دیگری از کارمندان اشتراک داشتند.
ملاآغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، در آغاز جلسه پیرامون مسوولیت‌های ادارات مربوط صحبت کرد و از کارمندان خواست تا با صداقت و امانت در اجرای امور و مصرف بودجه عمل کنند.
او تأکید کرد که مردم از کارگزاران توقع خدمت دارند و هدف از تخصیص این بودجه، فراهم‌آوری آسایش برای مردم و کار برای بهبود زنده‌گی نیازمندان در کشور است.
در ادامه، مولوی ضیاءالدین واقف، رئیس مالی و حسابی  وزارت زراعت، از رؤسا خواست تا پلان‌های مصرف بودجه خویش را هرچه زودتر به ریاست مالی بسپارند تا زمینه تطبیق پروژه‌ها فراهم شود.
همچنان، حامد شفیق، آمر بودجه وزارت، اجزای مختلف بودجه سال ۱۴۰۴ را برای اشتراک‌کنندگان توضیح داد و به سوالات آنان پاسخ ارائه کرد.
قرار است بودجه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در بخش‌های زراعت، آبیاری، مالداری و حفاظت از منابع طبیعی در سال جاری به مصرف برسد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت