د ننګرهار اچین ولسوالی کې پر اړمنو بزګرانو نغدې مرسته ووېشل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۱:۵
د ننګرهار اچین ولسوالی کې پر اړمنو بزګرانو نغدې مرسته ووېشل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغانستان کلیو بیا ودانولو مؤسسې«آر،آر،اې،اې» په تخنیکي همکارۍ او کورډیډ په مالي لګښت د ننګرهار د اچین ولسوالی پر ۸۹ بزګرانو دیو میلیونه او ۱۲۱ زره  او ۴۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته ووېشل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د احصایي او معلوماتو د تنظیم امر قاري سېلاب ذکریا وویل، چې په اچین ولسوالی کې ۸۹ هغو بېوزله او ناچاره بزګرانو او مالدارانو سره، چې ځمکه یې کمه او د ګټې وټې بل مدرک یې نه درلوده مرسته وشوه.
ښاغلي ذکریا زیاته کړه، چې هر بزګر ته ۱۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ نغده مرسته ورکړل شوه.
د افغانستان دکلیو بیا ودانولو اداري مسؤل حاج محمد صالحي وویل، چې د یادو پیسو د وېش موخه د بزګرانو لاسنېوي او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
نوموړي وویل، چې په راتلوونکي به نورو بېوزله کورنیو سره هم مرسته ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت