هلمند کې د ٢٤٠ جریبه مېوه لرونکو بڼونو جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۵۲
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، ددې ولایت په موسا قلعه، سنګین، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې د ٢٤٠ جریبه مېوه لرونکو بڼونو جوړولو چارې پیل شوي دي.

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، ددې ولایت په موسا قلعه، سنګین، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې د ٢٤٠ جریبه مېوه لرونکو بڼونو جوړولو چارې پیل شوي دي.
په دغو بڼونو کې هربڼوال ته د اړتیا وړ نیالګي چې پکې انځر، انار، انګور،  شفتالو، بادام او املوک شامل دي، چې په وړیا ډول وېشل کېږي چې وروسته به دغو بڼونو ته د څاڅکي اوبو سیستم هم ورغول شي.
دغه راز بادو بڼوالو ته د یو شمېر کرنیزو توکو ترڅنګ، د بڼونو جوړولو په برخه کې مسلکي روزنه هم ورکول کېږي، ترڅو دوی وکولای شي په مسلکي ډول خپل بڼونه وروزي.
دغه پروسه د ډاکار مؤسسې په تخنیکي ملاتړ، د نشئي توکو او جرایمو په وړاندی د مبارزی لپاره د ملګروملتونو دفتر او جاپان هېواد په مالی ملاتړ ترسره کېږي.
د مېوه لرونکو بڼونو جوړول د بزګرانو لپاره یو مهم او ګټور کار دی، ځکه چې دا نه یوازې اقتصادي عاید زیاتوي، بلکې د چاپېریال ساتنې، د خوړو خوندیتوب، او د کرنیزې ودې لپاره هم ګټور تمامېږي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د ارزښت لرونکو مېوه یي بڼونو د جوړولو په برخه کې د ځمکوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو ددوی کرنیز اقتصاد ورسره وده او پراختیا ومومي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت