د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۱۴
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدو او بیا يوځای کېدلو رییس مولوي شکرالله شاکر ګډون درلود، د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته اروزګان ولایت مرکز کې په ۱۸۲۶ جريبه ځمکه باندې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدو او بیا يوځای کېدلو رییس مولوي شکرالله شاکر تر منځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت