سپین بولدک ولسوالی ته د کندهار دکرنې ریاست د مسلکي ټیم سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۴:۱۱
سپین بولدک ولسوالی ته د کندهار دکرنې ریاست د مسلکي ټیم سفر

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت یو پلاوی د سپین بولدک ولسوالی ته سفر وکړ، ترڅو د قصابیو کې د خرابو غوښو کنترول، د مسلخ کې د څارویو معاینه او څارویو قرنطین څخه څارنه وکړي. 
یاد پلاوي په پیل کې د سپین بولدک ولسوالی د ولسوال او ښاروال سره لیدنه وکړه او وروسته د یادې ولسوالیو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره شوه، چې د څارنې په ترڅ کې، پلاوي د سپین بولدک ولسوالی د چرګانو فارمدارانو او پلورنځیو، د څارویو غوښه پلورنکو او مسلخ څخه نږدې ارزونه وکړه. دغه څارنه چې د یوې ورځې په اوږدو کې ترسره شوه، د یادې ولسوالی د ګڼ شمېر قصابیو نظارت او ارزونه وشوه او ترڅنګ یې د چرګانو د نوي پرانیستل شوي مارکیټ څخه هم څارنه ترسره شوه. 
همداراز، غوښه پلورونکو ته د حفظ الصحې اصولو مراعتولو، د قصابیو پاکوالي ته پاملرنې، او د تازه او قانوني غوښو پلور ته د ژمنتیا سپارښتنه وشوه.
په پای کې د ولسوالی د مسلخ وضعیت هم و ارزول شو. د څارنې پر مهال، د مسلخ مسؤلینو ټینګار وکړ چې له سپین بولدک ولسوالی څخه د باندې د نورو سیمو د غوښو راوړلو ته اړتیا نه لیدل کیږي، ځکه چې بولدک اوس د غوښو له اړخه پر ځان بسیا دی او د نورو ولسوالیو او سیمو غوښو ته اړتیا نه لري.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت په دې وروستیو کې د پاکو او صحي غوښو د پلور ته ځانګړې پاملرنه کړې، او په یو شمېر ولسوالیو کې یې د څارویو د معاینه کولو او روغتیايي ارزونې لپاره د مسلخ مرکزونه جوړ کړي، ترڅو هېوادوال له پاکو او معیاري غوښو څخه ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

خوست کې د کیلې کرنه؛ یو بزګر د زحمتونو  په درشل کې نوې هیلې را ژوندۍ کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت یو تن بزګر، چې له څو کلونو راهیسې د کیلې په کرنه بوخت دی، وایي چې دغه مېوه لرونکی بوټی په دغه ولایت کې په خورا بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ  کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه 

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته  ۳۰ تنو بزګرانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه «ان.سي.آر.او» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او. . .

بازگشت