د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د شاتو مچیو روزنکو ټولنې له رییس سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۵
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د شاتو مچیو روزنکو ټولنې له رییس سره وکتل

۳۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په خپل دفتر کې د افغانستان د شاتو مچیو روزنکو ټولنې له رییس شاه‌جهان سره وکتل.  
په دې لیدنه کې د شاتو د صنعت د پراختیا، د تولید د زیاتوالي، د شاتو د کیفیت د ښه‌والي، د صادراتو او وارداتو، د شاتو د پلور لپاره د بازار موندنې او په بېلابېلو ولایتونو کې د بیر ونو د کرلو په اړه خبرې او نظرونه تبادله شول. د دې خبرو موخه د شاتو د تولید کچه لوړول وو.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې لیدنه کې د دې سکتور په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کرنې وزارت په بشپړه توګه د شاتو د صنعت د پراختیا لپاره کار کوي او مؤسسې هم هڅوي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
همدارنګه، ښاغلي صدراعظم د اماراتو او عربستان د خلکو یادونه وکړه، چې د افغان شاتو کارولو سره ډېره لېوالتیا لري او ټینګار یې وکړ چې باید طبیعي شات تولید شي. هغه د ټولنې له رییس څخه وغوښتل، چې خپلې چارې د وزارت سره په همغږۍ مخ ته یوسي.


دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس اتحادیه زنبورداران افغانستان
۳۰ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با شاه‌جهان رئیس اتحادیه زنبورداران افغانستان، ملاقات کرد.
در این دیدار، در مورد انکشاف صنعت زنبورداری، افزایش تولید، بهبود کیفیت عسل، صادرات و واردات، بازاریابی برای فروش عسل، و غرس درختان بیر در ولایات مختلف کشور بحث و تبادل نظر شد. هدف از این گفتگوها، افزایش سطح حاصلات تولید عسل بود.
معین زراعت و مالداری در این دیدار بر حمایت از این سکتور تأکید کرد و اظهار داشت که وزارت زراعت با تمام توان در قسمت انکشاف صنعت زنبورداری کار می‌کند و موسسات را نیز تشویق می‌کند تا به این عرصه توجه نمایند.
همچنین، آقای صدراعظم از علاقه‌مندی مردم کشورهای امارات و عربستان به استفاده از عسل افغانستان سخن گفت و تأکید کرد که باید عسل طبیعی تولید شود. وی از رئیس اتحادیه خواست که کارهای خود را به‌طور هماهنگ با وزارت پیش ببرند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت