نیمروز کې د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د ځمکو د تثبيت او انتقال چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۶
نیمروز کې د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د ځمکو د تثبيت او انتقال چارې پیل شوې

۲۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره په هر ولايت کې زر  جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه نیمروز ولایت مقام کې غونډه دائره شوه.
په دغه غونډه کې چی د نیمروز ولایت په مقام کې جوړه شوې وه ددغه ولايت والي شیخ محمد قاسم خالد، د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست املاکي شخړو ته د رسېدنې رییس مولوي محمد حنیف هارون، د دغه ولايت د کرنې رییس مولوي شیر احمد رفیع، د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ، د اطلاعاتو او کلتور او د چاپېريال ساتنې ریاستونو مسؤلين او د اراضي لوی رياست د مختلفو څانګو کارمندانو هم ګډون درلود. 
د غونډې موخه په یاد ولايت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د ۱۰۰۰ جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په اړه جوړه شوې وه.
ددې غونډې په ترڅ کې د نيمروز والي د دغه ولايت د ټولو برخو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس په يو مناسب ځای کې د صنعتي پارکونو د جوړولو په پار ځمکه تثبيت او د قانوني اجراآتو څخه وروسته ياده ځمکه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شي.
نوموړي همدارنګه د نیمروز ولایت د مختلفو څانګو ټولو رییسانو ته هدایت وکړ، هر څومره ژر چې امکان لري په خپلو دندو کې يادې موضوع ته لومړيتوب ورکړي او همداراز په دغه کار کې له چټکتيا څخه هم کار واخلي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

بازگشت