کندهار څخه ۶۰۰ لب ببرډ نسل طوطیان کویټ هېواد ته صادر شول  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۹
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له یوه خصوصي ژوبڼ څخه د لب ببرډ نسل ۶۰۰ طوطیان کویټ ته صادر کړل. د دې پروسې په ترڅ کې یاد طوطیان د ۱۵ ورځو کرنتین او منظمو معایناتو لاندې و، تر څو د روغتیا نړیوال سند ترلاسه کړي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له یوه خصوصي ژوبڼ څخه د لب ببرډ نسل ۶۰۰ طوطیان کویټ ته صادر کړل. د دې پروسې په ترڅ کې یاد طوطیان د ۱۵ ورځو کرنتین او منظمو معایناتو لاندې و، تر څو د روغتیا نړیوال سند ترلاسه کړي.
د مالدارۍ آمریت مسؤلین وايي چې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي او د طوطیانو د روغتیا د ډاډ ترلاسه کولو لپاره دغه مرغان د قوي کرنتین لاندې وساتل شول. په دې موده کې د هغوی منظمه څارنه او طبي معاینات ترسره شول. د بریالي کرنتین وروسته، یادو طوطیانو ته د نړیوالو معیارونو سره سم د روغتیا سند ورکړل شو.
د لب ببرډ نسل طوطیان، چې د خپلې ځانګړې ښکلا او ځانګړتیاوو له امله په نړیوالو بازارونو کې د پام وړ ارزښت لري، په ځانګړې توګه د منځني ختیځ هېوادونو بازارونو کې لوړه غوښتنه لري.
د مالدارۍ آمریت مسؤلین زیاتوي چې څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د کندهار له همدې ژوبڼ څخه ۳۰۰ طوطیان قطر ته صادر شوي وو. دا ډول صادرات نه یوازې د سیمه‌ییزو سرچینو د اغېزناک مدیریت ښکارندويي کوي، بلکې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
د افغانستان د لب ببرډ نسل طوطیان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مرغانو د سوداګرۍ په برخه کې ځانګړی ځای لري. د دې نسل ځانګړتیاوې او ښکلا د منځني ختیځ هېوادونو په ځانګړې توګه کویټ او قطر کې د مشتریانو پام ځانته اړوي. د کندهار د خصوصي سکتور دا هڅې د اقتصادي ودې ترڅنګ، د څارویو د روغتیا نړیوالو معیارونو ته د افغانستان ژمنتیا هم په ډاګه کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت