د پکتیکا په مرکز کې د قصابیو څارنه ترسره شوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۹:۵۶
د پکتیکا په مرکز کې د قصابیو څارنه ترسره شوه  

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ خدمتونو امریت تخنیکي او مسلکي ټیم، د ولایت مقام د خصوصي سکتور د برخې سلاکار او د ښاروالۍ ریاست مسؤلینو نن د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې د مرکزي مسلخونو او قصابیو څخه څارنه او کنټرول ترسره کړ.
د یادې څارنې پر مهال قصابانو ته د قصابیو د حفظ الصحې اصولو مراعتولو، بازار ته د پاکې او صحي غوښې عرضه کولو او د بې‌کیفیته غوښو مخنیوی او نه پلورلو اړوند مهمې سپارښتنې وشوې.  
همدارنګه، په دې نظارت کې قصابانو ته اړوندې مسلکي لارښوونې هم وړاندې شوې ترڅو په ښار کې د غوښې کیفیت خوندي پاتې شي او د خلکو روغتیا ته زیان ونه رسېږي.  
یاده څارنه د عامې روغتیا او د مالدارۍ د سکټور د ښه والي په موخه په دوامداره توګه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت